افغانستان

هلمند؛ طالبان وايي یو امریکايي او څو دولتي عسکر يې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه کې د بهرنیو او دولتي ځواکونو عملیات د طالبانو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکي، د هلمند له ګرشک څخه د نادعلي لوی مانده او د لښکرګاه څلورمې حوزې شمالاني سیمو ته د ګډو ځواکونو را خوځېدلی کتار د دوی د سرتېرو تر بریند لاندې راغلی دی.

مجاهد زیاتوي په دې جګړه کې یو امریکايي عسکر او ګڼ کمانډو دولتي عسکر ووژل شول.

تېره ورځ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مطبوعاتي څانګې هم وویل، چې افغانستان کې يې یو عسکر وژل شوی دی.

سرچینې د عسکر د هویت او د پېښې د سیمې په اړه جزییات نه و ورکړي، خو ویلي يې و، چې څلورویشت ساعته وروسته به يې هویت په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې پلازمېنه کابل کې یو امریکايي روزونکی او تر هغه وړاندې د هرات شینډنډ کې څو تنه چکي عسکر د افغان عسکرو له لوري ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x