افغانستان

ولایتي شورا: لوګر کې دولتي ځواکونو څلور ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي، دولتي ځواکونو تېره شپه څلور ملکي وګړي وژلي او څو تنه نور يې له ځان سره بيولي دي.

د دې شورا مرستیال عبدالولي وکیل وايي، دولتي ځواکونو په پادخواب شاهانه سیمه د ملکي وګړو د وژنې او نیونې تر څنګ ګڼ کورونه هم نړولي دي.

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی هم د عملیاتو پخلی کوي، خو دعوه کوي چې د صفر یو قطعې ځواکونو شپږ طالبان وژلي دي.

په ورته وخت کې شمالي ولایت کاپیسا کې هم امریکايي ځواکونو هوايي برید کې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ولسي وګړي ووژل.

امریکایانو تېره ورځ د تګاب ولسوالۍ په نوروزخېلو سیمه کې بمبار وکړ او ملکي وګړي يې په نښه کړل.

تر هغه وړاندې وړمه ورځ پروان کې هم چارواکو ومنله، چې بمبارۍ کې يې درې ملکي وګړي وژلي او اته نور ټپيان کړي دي.

د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکو د دې جنایت په بدل کې لاریون وکړ او د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول.

کابل اداره او بهرني ځواکونه د دې پرلپسې ملکي تلفاتو په اړه چوپه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x