افغانستان

سکاټ ميلر فراه ولايت ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر فراه ولايت ته تللی دی.

نوموړی له خپلو څو تنو نورو جنرالانو سره يو ځای تير ماښام دې ولايت ته سفر کړی او هلته يې د ولايت له چارواکو او مسئولينو سره خبرې اترې وکړې.

نوموړي تير ماښام د فراه له والي محمد شعيب ثابت ددې ولايت امنیه قومندان او ملي امنيت له رئيس سره وليدل.

په دې وروستيو کې د افغانستان د نورو ولايتونو په څير فراه کې هم ناامني تر بل هر وخت زياته شوې ده او دوه اوونۍ وړاندې د
فراه ولايتي شورا وويل چې ددې ولايت ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

سکاټ ميلر تر دې وړاندې تيره اوونۍ غزني ولایت ته هم سفر کړی و او هلته يې په لومړي ځل له خپل ځان سره هم د امنيت په خاطر ټوپک ګرځاوه او افغان عسکر يې بې وسلې کړي وو.

تر دې وړاندې نوموړی تيره مياشت کندهار ولايت ته سفر کړی و او هلته د ولايت په مقام کې له بريده روغ وتلی و خو څو امريکايي عسکر په هغه پيښه کې ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x