
سکاټ ميلر: په فراه کې يو ځل بيا بهرني عسکر ځای په ځای کړو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ ميلر فراه ولايت ته په سفر کې ددې ولايت له چارواکو سره وليدل او يو ځل بيا يې په دې ولايت کې د ناټو ځواکونو د ځای په ځای کېدو خبر ورکړ.
د فراه والي محمد شعيب ثابت تر دې وړاندې له ناټو ځواکونو غوښتي وو چې ددې ولايت په امنيت کې ورسره همکاري وکړي.
د ناټو قومندان ويلي دي چې د ناټو عسکر به په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه کې له افغان عسکرو سره همکاري کوي او د طالبانو په سنګرونو به هوايي او ځمکني بريدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په فراه ولایت کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت د طالبانو له امنيتي تهديدونو لاندې دی او تر دې وړاندې ددې ولايت ولايتي شورا ويلي وو چې د فراه اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او يواځې د دولتي ادارو ودانۍ له حکومت سره دي.
خو بل لور ته ويل کيږي چې د فراه ولایت په جګړو کې تر دې وړاندې له بهرنيو ځواکونو څخه څو ځل د مرستې غوښتنه شوې وه
خو همکاري نه وه شوې.
د نظامي چارو کارپوهان وايي چې په افغانستان کې نور امريکايان نه غواړي چې په جګړه کې ښکيل شي ځکه چې دا جګړه نور د امريکا په تاوان تماميږي.
همدا راز شنونکي زياتوي چې بهرني ځواکونه کله کله د افغان چارواکو د خوشاله کولو له پاره هغوی ته د نظامي ملاتړ خبره کوي خو د اړتيا په وخت کې ورسره همکاري نه کوي.
د حق او باطل جګړه ده، په ښکاره د باطل اړخ ښه نظام روزنه اونظامی وسایل او جزو تام لری د هری بریا او ناکامی وروسته تل په نوو حربی تاکتیکو او وسیلو پاملرنه کوی په خپلو قطعاتو ، پرسونل او جنګی تاکتیکو کی بدلون راولی. د حق اړخ ( مجاهدین ) سره د دی چه د شمیر او مادی امکاناتو له مخی د باطل یا جالی اړخ سره حتی د مقایسی وړ هم نه دی مګر په جنګی تاکتیکو او بریاوو کابل د غلامانو او بادارانو ډیره وړتیا او پیاوړتیا لری الحمدلله زمابه اند ، امریکایان دی نتیچی ته… نور لوستل »