Hilmand ss

هلمند: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷۷ل): د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يوې کورنۍ شپاړلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تيره ورځ ناوخته ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سيمه کې امريکايي ځواکونو د ولسي وګړو په يو کور هوايي بريد وکړ چې له امله يې په دې کور کې يو ماشوم او يو سړی ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه نور ټپيان شول.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دغه سيمه کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه روانه وه چې چورلکې راغلې او دد ولسي وګړو کورونه يې بمبار کړل.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم وويل چې د ولسي وګړو په یو کور هوايي بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دی او زياته يې کړه چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په بريدنو کې ولسي تلفات زيات شوي دي چې له امله يې عام خلک انديښمن کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د