افغانستان

کابل کې د قومندان علي پور د نيول کېدو په غبرګون کې مظاهرې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې افغان امنيتي ځواکونو د هزاره خپلسرو وسله والو ډلو قومندان علي پور د کابل په دشت برچې کي ونيو، په ملاتړ يې ډيری هزاره ګانو د کابل په ښار کې مظاهرې پيل کړي دي.

علي پور چې په ميدان وردګ او غور ولايتونو کې خپلسري هزاره وسله والې ډلې درلودې؛ تردې وړاندې يې هم حکومت د نيولو هڅې کړې وې خو نن په کابل ښار کې د صفر يو عسکرو له لوري ونيول شو.

که څه هم د افغانستان امنيتي چارواکو د علي پور د نيول کېدو په تړاو تر اوسه رسماً څه نه دي ويلي خو حکومت ته نژدې
سرچينې او د علي پور پلويان د نوموړي د نیول کېدو خبره کوي.

د ټولنيزو رسنيو يو شمير فعالانو ويلي دي چې نوموړی د کابل په لويديځ کې د قاضي کلا د سيد اباد د موټرو په تمځي کې ونيول شو.

له هغې وروسته ګڼ شمير هزاره ګان د کابل ښار ته راووتل او په مظاهرو يې لاس پورې کړ او د علي پور په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

لاريون کوونکو په مظاهرو کې د پوليسو پوستو ته اورونه هم اچولي دی او د پوليسو له لوري هم پرې د کوتکونو ګوزارونه شوي چې په کې څو تنه لاريون کوونکو ټپیان شوي دي.

علي پور په سيمه کې په بشري جرمونو هم تورن دی او تر دې وړاندې ډير ځله د ولسي خلکو په وژنه تورن شوی دی.

علي پور چې په شمشير شهرت لري او له حزب وحد ګوند سره تړاو لري، درې کاله وړاندې د ميدان وردګ ولايت کې د هزاره ګانو له وژل کېدو وروسته يې يوه خپلسرې وسله واله ډله جوړه کړه او له هغې وروسته يې په غور ولایت کې هم ورته ډله جوړه کړه او په سيمه کې يې فعاليت کاوه چې وخت به وخت به يې عام خلک ځورول او وژل.

تر دې وړاندې هم چې په غور کې د نوموړي د نیول کېدو له پاره عمليات شوي وو د حزب وحدت ګوند مشر او اجرئيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق د نوموړي په خلاف د نظامي عملياتو غندنه کړې وه او دا کار يې د افغانستان د امنيت شورا خلاف عمل بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x