د نن سرلیکنه

ټرمپ ولي اوس د سولې په اړه جدي دی؟!

نن ټکی اسيا سرلیکنه

د تیري پنجشنبې په ورځ د امریکا لسمشر ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوي په افغانستان کې په جدي خبرو بوخت دي خو ډیر خلګیې په دې اړه له جدیت نه ، نه دي خبر.

د تیر کال په اګست کې د ټرمپ ستراتیژي له اعلانولو وروسته دا لومړی ځل دی چې نوموړی د سولې خبرو په د جديت تعبیر کاروي.

دا چې ریښتیا هم په عملي لحاظ ښاغلی ټرمپ د سولې په خبرو کې جدي دی پر دې به د افغانستان ولس په تیره هغه خلګ قضاوت کوي چې د نوموړي د ستراتیژي د پلي کیدو په مهال، وژل شوي ، کلي یې وران شوي او په نیمو شپو کې له خپلو کورونو د زندان په لور بیول شوي دي.

د ټرمپ په څرګندونو کې د تأمل وړ خبره داده چې هغه کوم لامل دی چې نوموړی یې په خبرو کې جدیت ته او یا د جدي اصطلاح تعبیر ته هڅولی دی؟

ټرمپ لومړنی امریکايي ولسمشر نه دی چې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه خپل تعبیرات او سیاسي اصطلاحات کاروي او په مختلفو حالاتو کې تري د ځان په ګټه استفاده کوي.

بلکې تر ده وړاندې هم ډیرو د افغانستان له جګړې او سولې څخه سیاسي بهره برداري کړې او د دې لپاره یې مختلف اصطلاحات کارولي.

اسبق ولسمشر جورج ډبلیو بوش دا جګړه د خپلو ګټو لپاره پیل کړه ، اوباما د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته د ۳۰زره امریکايي پوځیانو په زیاتولو سره هغه توده کړه او ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین د کامیابولو لپاره امریکایانو ته د هغې د ختمولو ژمنه ورکړه ، خو ولسمشري ته تر رسیدو شپږ میاشتې وروسته یې د هغې د ګټلو په پلمه خونړۍ جنګي ستراتیژي اعلان کړ.

اوس چې پر دې جنګي ستراتیژي یو کال تیریږي او په هغې کې یې له پوځي زور آزمايي نیولې ، تر مذهبي ، تبلیغاتي ، او ټولنیزو فشارونو پوري هرڅه وکارول د افغانستان د جګړې په ګټلو کې هیڅ تر لاسه نه کړل ؛ بلکې د ګټلو پرځای په پوځي، سیاسي او تبلغاتي لحاظ له مزیدې ناکامۍ سره مخ او له امله یې د جدی تعبیر کارولو ته اړیستل شو.

خو د دې هرڅه با وجود که اوس هم ولسمشر ټرمپ په واقعي لحاظ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې جدې وي دا یو ښه چانس او دی باید دغه جدیت په عمل کې ثابت کړي.

په عمل کې اثبات یې دا معنی چې لومړی دی د خپلې جنګي ستراتیژي د توقف اعلان وکړي ، د افغانستان په کلیو او ښارونو دي ړندې بمبارۍ او شپني عملیات ودروي او بیا دي د مقابل لوري ( طالبانو) پر هغو غوښتنو غور وکړي چې هغه په ریښتیاهم د جګړې په توقف کې موثریت ولري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x