افغانستان

کابل: د علي پور په ملاتړ مظاهرو کې ۲۳ پوليس ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د خپلسرو وسله والو قومندان علي پور د نيولو په غبرګون کې مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي دي چې په نتيجه کې يې ۲۳ تنه پوليس ټپيان شوي دی.

د کابل امنيتي چارواکي وایي چې لاريون کوونکو له ځان سره وسلې او کوتکونه هم ليږدول او د پوليسو پوستې يې هم سوځولې دي.

د کابل امنيه قومندان سيد محمد روشندل وايي چې لاريون کوونکي چې له ځان سره وسلې او کوتکونه لري ۲۳ تنه پوليس يې ټپیان کړي دي چې درې تنه پوليس په کې په ډزو ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې لاريون کوونکو د وسلو ترڅنګ د ډبرو او کوتکونو په واسطه په پوليسو ګوزارونه کړي او ټپيان کړي يې دي.

امنيه قومندان د کابل له سيمه ييزو مشرانو او ديني عالمانو څخه د لاريونونو په کابو کولو کې مرسته غوښتې ده.

د کابل له لاريون وروسته په باميان او مزار شريف کې هم ګڼو خلکو د علي پور په ملاتړ مظاهرې پيل کړي دي چې د کابل مظاهرې لاهم دوام لري چې د علي پور په ملاتړ شعارونه ورکوي او ډزې کوي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هزاره قام خلکو د عاشورا په مراسمو کې شخصي وسلې له ځان سره درلودلې وې.

علي پور چې په شمشير شهرت لري او له حزب وحدت ګوند سره تړاو لري، درې کاله وړاندې د ميدان وردګ ولايت کې د هزاره ګانو له وژل کېدو وروسته يې يوه خپلسرې وسله واله ډله جوړه کړه او له هغې وروسته يې په غور ولایت کې هم ورته ډله جوړه کړه او په سيمه کې يې فعاليت کاوه چې وخت به وخت به يې عام خلک ځورول او وژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x