له زړۀ مې آه را ووزي

فتحان حنفي

د حال انځور چې رسموم له زړۀ مې آه را ووزي
د ویر تصویر ترې جوړوم له زړۀ مې آه را ووزي

چې مې د خیال انځورګر ستا د مخ تصویر رسموي
تا ورته زه چې یادوم له زړۀ مې آه را ووزي

ورته مې قبر چې د خپل زړۀ په حرم کیندلی
چې ستا یادونه خښوم له زړۀ مې آه را ووزي

د یو ویشتم قرن انسان یم تجارت کومه
سپین کفنونه خرڅوم له زړۀ مې آه را ووزي

بېګاه مې بیا په کلیوالو د اجل چاپه وه
اوس یې ټوټې چې ټولوم له زړۀ مې آه را ووزي

اخ مدرسه حافظ طالب امام مو هم شهید دی
پاره قرآن چې ښکلوم له زړۀ مې آه را ووزي

نن یې فتحانه د راتګ بیا آوازه خوره ده
په آزادۍ نغمې لیکم له زړۀ مې آه را ووزي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د