افغانستان

دادفر سپنتا: که موږ غواړو يا نه؛ خو طالبان راتلونکې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنيت پخوانی سلاکار رنګين دادفر سپنتا وايي چې د افغانستان حالت په ژوره توګه بدلېدونکي دي او بيرته د طالبانو سياست راتلونکی دی.

رنګين دادفر سپنتا چې د یکشنبې په ورځ يې په کابل کې د هند او افغانستان څلورمې امنيتي غونډې ته خبرې کولې وويل چې مونږ نن په افغانستان او سيمه کې د يو «نه په شا کيدونکي بدلون» په درشل کې يو او که څوک غواړي که نه دا بدلون راتلونکی دی او په وينا يې د افغانستان د سياست راتلونکی ډګر د طالباني سياست ده.

هغه وايي چې دغه بدلون به مونږ ډير غمجن کړي او ښايي زمونږ خوښ نه وي خو واقعيت دادی چې دا بدلون خامخا راتلونکی دی.

د رنګين داد فر سپنتا په څېر ډیری دولتي چارواکي او سياسي شنونکي هم د طالبانو د وروستيو نظامي او سياسي پرمختګونو ته په کتو طالبان د افغانستان د راتلونکې واکمنان ګڼي او زياتوي چې د افغانستان اوسنی حکومت تر بل هر وخت د امنيت او ښې حکومتولۍ له اړخه له سختو ستونزو او فساد سره مخ دی او خلک يو ښه بدلون ته په تمه دي.

له تيرې څه مودې راهيسې چې د امريکا په داخل کې د افغانستان په جګړه تاوده بحثونه روان دي او امريکا هم په افغانستان کې اوس د پخوا په پرتله د جګړې په ځای په خبرو ټينګار کوي او زلمی خليلزاد يې په افغانستان کې له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره ګمارلی، د افغانستان د قضيې په اړه په کور دننه او بهر کې د سياسي اشخاصو او ګوندونو متغير اټکلونه کیږي.

همدا راز زلمي خليلزاد هم ويلي دی چې د افغانستان مسئله به په راتلونکو شپږو مياشتو کې حل کړي او هڅه کوي چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د افغانستان قضيه حل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

## اداره: وروره تر څو چې تبصره په ادبي چوکاټ کی وی، او د بل کوم تبصره کوونکي پر شخصیت نیوکه نه وی، مونږ یې نشروو..خو دا چي تاسو خپله په بهر کې اوسئ او په یوه نامه او بل ادعا کوی چې په افغانستان کې یاست او نور تبصره کوونکي په بهر اوسیدو ملامتوئ، او یا نور توهین کوئ، نو هیله ده چې د تبصرې په نه نشر مو عذر ومنئ. مننه ڼن.اسیا محترمو کارکونکیو ته اسلام علیکم، محترمو،د ویب پاڼه په پاسنی برخه کی مو لیکلی چه،ڼن.ټکی اسیا، لاندی مو لیکلی ازاده خپلواکه..ل لاندی برخه کی ،اخبار او… نور لوستل »

pattang

په المان کې خو د شنو دپارټی عضویت او فعالیت کومه ګټه درته ونکړه ، لکه چې وایې :
چون خدا یار کند در کارها….بردمد از خار ها ګلزار ها !
داشغالګرو په راتګ د خپل جیبونه ډک کړل او یاری در سره وشوه ، اوس د طالبانو خواته هم څنګ ور وهي ؟ خو زه درته وایم چې هلته رشوت ، بډې او دالر نشته !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x