نړۍ

د ایران لويديځ کې زلزلې له سلو زيات کسان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ایران په لويديځ سرپل زهاب سيمه کې شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان ټپيان کړي دي.

اې ايف پي خبري اژانس د ایران د ځمکپېژندنې ادارې له قوله ليکلي، د زلزلې مرکز له سرپل زهاب ښار څخه اوولس کيلومټره لرې په جنوب لويديځ کې اووه کيلومټره په ځمکه کې ژور و.

د کرمانشاه ولايت والي هوشنګ بيزويند ایراني رسنيو ته ويلي، چې د سرپل زهاب ښار په ګيلان سيمه کې د زلزلې له امله لږ تر  لږه ۱۱۵ کسان ټپيان شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، په ټوله سيمه کې  د زلزلې اووه زوروې جټکې راغلي او تر لرې پرتو سيمو يې اغېز ليدل شوی دی.

د ایران د سرې مياشتې يو مشر مرتضی سليمي وايي، زلزله په داسې سيمه کې راغلې، چې د تېرې زلزلې له امله په کې د بيا ودانۍ چارې روانې وې.

تېر کال هم کرمانشاه ولايت کې اووه اعشاريه درې درجې زلزلې ۶۲۰ تنه وژلي وو، چې  ډېری يې د سرپل زهاب وو.

کرمانشاه کې د راغلې زلزلې له امله ۱۲ زره کسان ټپيان او له ۳۰ زرو ډېر کورونو ته په کې زيان رسېدلی و.

ایران کې زلزلې ډېرې راځي او تر ټولو خونړۍ زلزله په ۱۹۹۰ کال کې راغلې وه، چې د پلازمېنې تهران په ګډون يې ګڼې سيمې اغېزمنې کړې وې، څلويښت زره کسان په کې وژل شوي او له درې لکو زيات په کې ټپيان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x