افغانستان

ولسي جرګې ټاکنې: د پنځو نورو ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون په دوهم ځل د پنځو نورو ولايتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو کميسيون تيره ورځ ناوخته د زابل، کاپيسا، لغمان، پنجشير او نيمروز ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يو شمير نوماندان بريالي اعلان شوي دی.

په برياليو نوماندانو کې له زابل ولایت څخه عبدالقادر قلاتوال، حميدالله توخي او زهرا توخي، له کاپيسا ولايت څخه ميرداد نجرابي،حيدر افضلي ، اقبال صافی اوخديجه الهام، له لغمان ولايت څخه جنرال عبدالمنیر تره خیل، ممحد رفیع مموزی، انجنیر محمد عالم قرار او زيفنون ساپۍ، له پنجشير ولايت څخه زلمی نوري او راحله الهام او له نيمروز ولايت څخه ګل احمد نورزی او فريده حميدي د برياليو نوماندانو په توګه اعلان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته يو ګڼ شمير نوماندانو او عامو افغانانو په ټاکنو کې د فساد او درغلۍ په اړه ګن شکايتونه وکړل او دا ټاکنې یې له فساده ډکې وبللې.

همدا راز د ټاکنو د پايلو په لومړي سر کې چې د فراه ولايت بريالي نوماندان اعلان شول، تيره ورځ يې په اعتراض لاس پوری کړی او وايي چې د ټاکنو پايلې ورته د منلو وړ نه دي او زياتوي چې د فراه ټاکنې دې د دوهم ځل له پاره له غزني ولايت سره يو ځای بيا ترسره شي.

د دې پنځو نورو ولايتونو د ټاکنو د پايلو له اعلانولو وروسته ښايي نور نوماندان هم په ورته اعتراض لاس پورې کړي، ځکه چې تر دې وړاندې هم د ټاکنو د پايلو په اړه شکونه او انديښنې موجودې وې.

بل لور ته يو شمير سياسي شنونکي هم په دې باور دي چې د ټاکنو کميسيون ځکه د ټاکنو پايلې په تدريجي توګه اعلانوي چې په دغو ټاکنو کې ګڼ شمير معترض نوماندان د شکايتونو له امله خپلو اعتراضونو ته دوام ورنکړي چې په دې سره به د ټاکنو ټوله پروسه د مشروعيت له ګواښ سره مخ شي چې په کې د ټاکنو د پايلو د لغوه کېدو او نورو ستونزو د ايجاد امکان هم ليدل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x