افغانستان

ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ بحث کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د ولسمشریزو ټاکنو پر احتمالي ځنډ بحث کوي او لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال په کابل کې له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې ويلي، د ټاکنو په اړه دوه ډوله طرحې تر بحث لاندې دي.

عبدالعزیز ابراهيمي وویل، یوه طرحه دا ده، چې ولسمشریزې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې ټولې یو ځای د راتلونکي کال په سرطان میاشت کې ترسره شي.

هغه وايي دویمه طرحه دا هم ده، چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې او ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي د وري میاشتې په وروستیو کې ترسره شي او نورې سرطان کې وشي.

ابراهیمي وايي، لا هم په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ اړوند هغه وخت بحثونه ګرم شول، چې نږدې شل ورځې وړاندې وال‌سټریټ ژورنال د دې ټاکنو د ځنډ خبر ورکړي.

دې سرچينې ویلي و، امریکا نیت لري چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سولې د خبرو اترو له امله وځنډوي، ځکه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې ماموریت ته یوزاې شپږ میاشتې وخت لري.

هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د امریکا سفارت او پخپله ارګ دا راپور بې اساسه وباله او ټینګار يې وکړ، چې پخپله دقیقه نېټه ټاکنو ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون د څارونکو له لوري تر پوښتنې لاندې دی او پر دې تورنېږي چې خپلواکي نه لري او حتی نه شي کولی د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش اړوند د حکومت له حکم پرته تصمیم ونیسي.

د شنونکو تر څنګ ډېری سیاستوال او د سولې عالي شورا پر دې نظر ده، که د سولې په بدل کې ټاکنې ځنډول کېږي، باید وځنډول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي بیا وايي، چې ټاکنو کمیسیون نه اوس دا توان لري چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي او نه به يې هم پر هغه نېټه چې دوی پرې ټنګار کوي، د ترسره کولو وس ولري.

د ده په باور دا کمیسیون له پوره ګډوډۍ او بې وسۍ سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x