افغانستان

سیاسي ګوندونه؛ د ارګ پر مشورتي بورډ نیوکه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ارګ د سولې د هڅو په لړ کې د سولې عالي شورا تر څنګ د مشورتي بورډ په نوم جریان رامنځته کړی، چې د محمد اشرف غني په وینا دا به یو خپلواک بنسټ وي.

سره له دې چې دې مشورتي بورډ ته د کسانو ګمارنه پخپله د اشرف غني له لوري کېږي، خو هغه دعوه کوي چې دا به د ولس له لوري یو بورډ وي.

تر اوسه ځينو رسنیو د دې بورډ د یوولسو تنو نومونه افشا کړي، چې د سیاسي ګوندونو توند غبرګونونه يې راپارولي.

طلوع نیوز د ارګ د یوې سرچینې په حواله وايي، چې د سولې عالي شورا غړی عطاءالله لودین، د پکتیا والي شمیم کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیره حسینه ساپۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال تواب بارکزی، د کډوالو وزارت مرستیاله ډاکټر عالمه، د ملي امنیت مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي او د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو رییس توریالی غیاثي د دې بورډ غړي ټاکل شوي دي.

د سیاسي ګوندونو د ګډې کمېټې مشر محمد ناطقي وايي، چې دوی له محمد اشرف غني سره د دې بورډ په اړه خبرې کړې وې، خو په وینا يې اوس چې څه را وتلي، هغه ژمنې بېخې سرچپه شوې دي.

د محمد اشرف غني د خپل مرستیال جنرال دوستم ویاند احسان نیرو ګیله کوي او وايي چې ډاکټر غني د سیاسي ګوندونو طرحو او وړاندیزونو ته هیڅ غوږ نه دی نیولی، هغه زیاتوي که يې غوږ نیولی وای اوس به داسې حال نه و.

په ورته وخت کې د علماوو شورا یو غړی مولوي نور پادشاه بیا پر دې یوولسو تنو نیوکه کوي چې له طالبانو سره په خبرو کولو هم نه پوهېږي.

هغه وايي، طالبانو ته باید داسې خلک د خبرو اترو لپاره ور مخکې شي چې له هغوی سره پر خبره پوی شي او خبرې ورسره وکړای شي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی هم ورته نظر لري، هغه وايي د سولې شورا کې له څو محدودو کسانو پرته هیڅوک دا جرئت نه شي کولی چې طالبانو ته مخامخ ورشي.

بارکزي زیاته کړه، پخپله خلیلي او د هغه مرستیالان طالبانو ته نه شي ورتللی، په داسې حال کې چې له طالب سره باید پر ایت و حدیث بحث وشي.

دا په داسې حال کې دی چې د دې بورډ تر څنګ د سولې شورا هم د یو پلاوي جوړولو خبر ورکوي او د دې تر څنګ زلمی خلیلزاد هم پر خپلو هڅو بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x