طالبانو د خبرو اترو اړوند د کریم خلیلي دعوه بې اساسه وبلله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي دعوه وکړه، چې له طالبانو سره يې له هېواده د باندې دوه ځله خبرې اترې کړي دي.

هغه چې د سولې شورا ولایتي کمېټو استازو سره غونډه کې خبرې کولې، دعوه وکړه چې د ویډيو او لیکونو له لارې يې اړیکي ټینګې کړې دي.

طالبانو د کریم خلیلي دا څرګندونې بې اساسه بللې او زیاته کړې يې ده، چې دوی دې شورا ته د مشروعیت ورکولو لپاره دا هڅې کوي.

«موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، دا ادعاوې د اذهانو د اغفال او دغې په نامه شورا ته د مشروعیت ورکولو په نیت ترسره کیږي.»

طالبانو د روانې میلادي میاشتې په منځ کې په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د خبرو اترو پخلی کړی، خو د کابل ادارې اړوند زیاتوي: «نه د اسلامي امارت کوم مشر د کابل ادارې له کوم نهاد سره تماس نیولي، نه ورسره ویډيو تبادله شوی او نه يې هم لیک استولی.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې څرګندونو کې دا هم یاده کړې، دوی څو ورځې وړاندې هغه دوه جعل کاران هم ونیول، د دوی په نامه له کابل ادارې سره اړیکي نیولې.

«په دا وروستیو کې د اسلامي امارت لخوا هغه دوه کسان جعل کاران هم ونیول شول چې د کابل ادارې ډير لوړ پوړې کسان يې تیر ایستلي وو او بار بار يې امتیازات يې ترې اخیستي وو.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي، سوله شورا یوازې د معاشونو او بې ځایه لګښتونو لپاره رامنځته شوې ده او دا وړتیا نه لري چې له طالبانو سره خبرې وکړای شي.

په ارګ کې د سولې د خبرو اترو لپاره د مشورتي بورډ د جوړولو له اعلان سره د سولې شورا د لغوه کېدو اندېښنو هم زور اخیستی دی او د کریم خلیلي وروستۍ دعوه هم د سولې شورا د بار ارزښته ښودولو هڅه بلل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د