د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

پنټاګون، هلمند کې د وژل شوي امریکايي هویت په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت د هېواد په جنوب کې د وژل شوي امریکايي عسکر هویت په ډاګه کړ.

پنټاګون وايي دغه عسکر خاشرود کې د طالب سرتېرو په مخامخ برید کې مرګونی ټپي شو، چې ګرمسېر ته په لاره کې ومړ.

ګرمسېر کې د امریکايي عسکرو پنډغالی دی، چې دغه ټپي عسکر يې د درملنې په موخه ور انتقالاوه.

سرچینه زیاتوي وژل شوی عسکر لندرو جاسو نومېږي او ۲۵ کاله عمر يې درلود.

طالبانو تېره ورځ وویل، چې د هلمند په نادعلي کې يې یو امریکايي او څو کمانډو دولتي عسکر وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي و، د هلمند له ګرشک څخه د نادعلي لوی مانده او د لښکرګاه څلورمې حوزې شمالاني سیمو ته د ګډو ځواکونو را خوځېدلی کتار د دوی د سرتېرو تر بریند لاندې راغی او دغه عسکر او څو کمانډو عسکر يې ښکار شول.

د پنټاګون د معلوماتو له مخې دا په روان میلادي کال کې نهم امریکايي عسکر دی، چې وژل کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې پلازمېنه کابل کې یو امریکايي روزونکی او تر هغه وړاندې د هرات شینډنډ کې څو تنه چکي عسکر د افغان عسکرو له لوري ووژل شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ډیر ښه شول یاالله ج د هاغی ورځی په تمه یو چی دا پاتی اشغالګر پلیت ځواکونه په وینو لت پت مړی یی له افغانستانه ولیږو.