غزني؛ د ګيلان اوسېدونکي وايي، حکومت قصداً ولسي وګړي په نښه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني د ګیلان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو تېره ورځ د کابل ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله او د حکومت ضد شعارونه ورکول.

بې بې سې د ځايي سرچینو په حواله وايي، چې خلکو د جاغوري ولسوالۍ له لوري د توپونو په ډزو کې د ملکي تلفاتو په غبرګون کې لاریون کړی و او حکومت يې تورن کړی چې جاغوري کې د جګړې غچ په ګیلان کې له ولسي وګړو اخلي.

دوی وړمه ورځ هم لاریون کړی و، خو چا يې غږ نه و اورېدلي.

حکومت وروسته له هغه د ګیلان رسنې سیمې ته توپونه برابر کړل، چې د دې ولسوالۍ په ګاونډ جاغوري ولسوالۍ کې يې درانه تلفات ولیدل.

سرچینه د غزني د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالولي خانزاده په حواله وايي، چې لاریون کوونکي نیوکه کوي چې جګړه له مالستان او جاغوري نه ګیلان ولسوالۍ ته ور غځول شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري هم په یاده سیمه کې د توپونو د ډزو او ملکي تلفاتو پخلی کوي.

هغه بې بې سې ته ویلي، چې له لاریونوالو سره يې خبرې کړې او ډاډ يې ورکړی چې د ملکي تلفاتو د څېړنې لپاره به جدي ګامونه واخلي.

نوري دا هم وايي چې اوس په ګیلان کې د ملکي تلفاتو له امله عملیات درول شوي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو تېره اوونۍ هم وویل، له جاغوري ولسوالۍ سره پر پوله د ‏مېشتو اربکیانو ډزو او لویو توپونو ۱۲۰۰ کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې دي‎. ‎

بې بې سې د ځايي اوسېدونکو له خولې ویلي و، چې اربکیان پرلپسې بې له کوم مشخص ‏هدف نه رسنې سیمې په لوري توپونه ور ولي‎. ‎

سرچینې زیاته کړه، چې د دې تر څنګ بې پیلوټه الوتکې بمبارۍ کې د ‏عبدالمالک پر کور بمبار د هغه مېرمن وژلې او د کورنۍ څلور نور غړي يې ور ټپیان کړې ‏دي‎. ‎

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د