افغانستاننړۍ

هندوستان؛ پر نړول شوي بابري جومات د مندر جوړولو هڅې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ (یکشنبه، ۴لېندۍ) لسګونه زره هندوان د اترپردیش ایالت فیض اباد ولسوالۍ ایودا سیمه کې راټول شوي و او حکومت يې پر نړول شوي بابر جومات د مندر جوړولو لپاره هڅاوه.

بابري مسجد چې دهندوستان په اترپردیش ایالت فیض اباد ولسوالۍ ایودا نومي سیمه کې واقع ده او داترپردیش دایالت په کچه تر ټولو ستر مسجد وو، له ۱۵۲۸ څخه بیا د ۱۵۲۹ زیږدیز کال پوري د هندوستان د هغه وخت د امپراتور بابر په امر د میرباقر لخوا جوړ شوی، نو ځکه خپله مسجد هم دهغه وخت دمسلمانانو دامپراتور بابر په نوم نومول شوی دی.

هندوان وايي، چې دې ځای کې د دوی بګوان رام زېږېدلی دی، ځکه خو په ۱۹۹۲ز کال کې د بابر تاریخي جومات له خاورو سره خاورې کړ او اوس پرې د مندر جوړولو هڅې کوي.

د ۱۹۹۲ زیږدیز کال د دیسمبر په میاشت کې هندو مذهبي بنسټ پالانو بابري مسجد باندي برید وکړ او ویجاړ یې کړ، چې دغې زړه بږنوونکي پیښې د ټول هندوستان په کچه د هندوانو او مسلمانانو تر منځ خپلمنځي جنګونو او شخړو ته لاره هواره کړه چې له امله یې له دواړو خواوو څخه له ۲۰۰۰ دوه زره څخه زیات کسان ووژل سوو.

ځايي رسنۍ وايي، په دې کې سخت دریځي ډلې وشوا هندو پرشاد او شېو سینا هم شامل دي، چې له وېرې يې هلته مېشت مسلمانان له سیمې په وتلو دي.

نریندرا مودي د هند لومړی وزیر چې پخپله هم د یو سخت دریځي هندو ګوند بې جې پې غړی دی، په واکمنۍ کې يې د مسلمانانو پر ضد هڅې لا ګړندۍ شوې دي.

د روان کال جولای میاشت کې هندي چارواکو له شاوخوا څلور میلیونه مسلمانانو څخه د تابعیت اخیستو هوډ وکړ او يې ویل چې اوه میلیونه مسلمانان به خاورې وشړي.

هندي چارواکي د مسلمانانو د شړل او له هغوی د تابعیت اخیستلو لامل دا ګڼي چې دغه خلک «د ناسم خدای عبادت او په ناسمه ژبه خبرې کوي.»

د الجزیرې راپور زیاتوي چې دغه مسلمانان د هند له اسام ایالت نه وتلو ته اړ ایستل کېږي، چې په بدل کې يې هند له نورو ځایونو هندوان د دې هېواد د اصلي اوسېدونکو په نوم بېرته راولي.

دې پریکړې دا اندیښنې پیدا کړي چې ښايي په هند کې هم د روهینګیا مسلمانانو تجربه تکرار شي. هلته هم لومړی له مسلمانانو څخه تابعیت واخیستل شو او بیا یې په شړلو، تعذیب، وژلو او بندي کولو لاس پورې شو.

په هند کې ۱۷۲ میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې د دې هیواد د نفوس ۱۵٪ تشکیلوي. هندي مسلمانان په نړۍ کې تر اندونیزیا وروسته د شمېر له لحاظه په دوهمه درجه کې راځي.

د دې تر څنګ څو ورځې وړاندې هندي چارواکو هوډ وکړ، چې د هغو ښارونو نومونه به هم بدل کړي چې د مسلمانۍ رنګ، تاریخ یا هویت ور پورې تړلی وي.

کلونه وړاندې د فیض آباد او آله اباد تاریخي ښارونو نومونه بدل شول اوس د علي ګړه، لکهنو، احمد اباد، عثمان اباد او اورنګ اباد ښارونو د نومونو د بدلولو لپاره هڅې کېږي.

په یادو ښارونو سربېره د دیوبند تاریخي ښار چې د «دارالعلوم دیوبند» نړیوالې مدرسې له امله زیات مشهور شوی هم د هغو ښارونو له ډلې دی چې هندي نوم ورته وړاندېز شوی.

دوی ددې کار بنسټيز لامل دا ښيي چې «د مسلمانانو له لوري نومول شویو ښارونو نومونه هندوانو ته د ذلت او غلامۍ ورځې وریادوي نو باید چې بدل شي».

څارونکي بیا وايي چې «په دې سره د هند حکومت غواړي مسلمانانو ته وښيي چې هند یوازې د هندوانو دی او دلته د رامنځته شویو تمدنونو په برخه کې مسلمانان د یادولو وړ څه نه لري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

نو پدی اساس پاکستان باید خپل ټول قوت د هند خواته متوجه کړی نه دا چی زمونږ وطن وران او وجاړ کړی. طالبان دی هم ځانونه لږ پوه کړی چی څنګه د نړی له اتومی ځواک سره مقابله کوم پکار ده. زه فکر کوم که طالبان پدی رقم سره روان وی چی صرف د افغانانو وژنی ته یی ولاړ تړی وی بیا نو هغوی په ریښتیا سره د پنجابیانو او بهرنیانو جاسوسان او غلامان دی. نه طالبان بلکی ټولو مسلامانانو ته پکار ده چی خپل فکرونه محدوده و نه ساتی بلکه د نړی په سطح باید فکر وکړی چی څنګه… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)

بس الله ج دی خیر راپیښ کړی د مسلمانانو کم بختی راغلی اوس ترینه د چا سترګه نه سوزی په هر ګوټ د نړی کی مسلمانان ذلیل سوی دی ورځ تربلی درپه دره او خاوری په سر کیږی. دا ځکه چی مسلمانانو خپله اصلی لاره ورکه کړی ده اوس اکثره مسلمانان د غربیانو او شرقیانو عادت غوره کړی دی او خپل اسلام او اسلامی شریعت یی له یاده ایستلی دی . اوس ټولی نړی ته دا ښکاره شوه چی د مسلمانانو هغه پخوانی غیرت او شهامت ندی پاتی . د امریکایی یرغل سره د مسلمانانو خاوره په کاسه شوه اوس… نور لوستل »

غمی،پښتین

افغانستان خلک د هند دولت یو ښه دوست هیواد ګنی،نسبت پاکستان څخه.پاکستان څلویښت کاله افغانانو ته په کوپړی کی وینی ورکړی،هند دولت همیشه په ابادی لګیا دی

Karwan

غمي پښتين، د سرولښکرودراتګ سره خو همدغه خراب هيواد پنځه مليونه مهاجرافغانانو ته په خپله کوپړي کي ځاي ورکړ، هغه وخت مو حير شوه. ولا موږ جفا کوه او ډيرنمک حرام خلک يوه. افغان وروره ، هندو دپاکستان سره دوښمني لري او تاته ځکه نژدي کيږي چه دپاکستان په مقابل کي درڅخه کار واخلي. که چيري هندو دافغان مسلمان ولس سره دوستي او خواخوږي کوي نو بيا داول د هند د ۱۷۰ مليونه مسلمانانو سره خواخوږي وکړي، ظلم دي نه پري کوي او مسجيدونه او کورونه دنه ورسوځي. دپاکستان سره زه شخصن دوه مشکله لرم اول داچه د ديورن اغزنه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x