افغانستان

سویس ته عبدالله تر اشرف غني مخکې رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي محمد اشرف غني به نن سویس ته په جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره وخوځېږي.

په ورته وخت کې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال وايي، چې عبدالله عبدالله تېر ماښام تر غني وړاندې سویس ته رسېدلی دی.

ازادي راډو د فریدون خوځون په حواله وايي، چې په دې سفر کې د حکومت د دواړو مشرانو تر څنګ د مدني ټولنې لس تنه غړي هم تللي دي.

غه کنفرانس چې د سویس په ژینو کې به دوه ورځې وروسته ترسره شي، په ۲۰۱۶ز کال کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د شویو ژمنو څېړنه کېږي.

د ماليې وزات چارواکي وايي، دوی په مالي برخه کې هغه ژمني چې دوه کاله وړاندې يې بروکسل کې کړې وي، پوره کړې دي.

د دې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي دوی ټول راپورونه تیار کړي او نړۍوالو ته به يې وړاندې کړي.

تېره ورځ د ارګ ویاند هارون چخانسوري په خبري غونډه کې وویل، چې دوی به د خصوصي سکتور په برخه کې د اصلاحاتو، د عوایدو د زیاتوالي، روڼتیا او ان له فساد سره د مبارزې په برخه کې ژينو کې معلومات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د پلټنې او تفتیش عالي ادارې د ارګ په ګډون ګڼ مهم دولتي بنسټونه د پیسو په بې حسابه لګولو تورن کړي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې په روان مالي کال کې د سولې پروګرام، د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ارګ کې د چارو اداره، ملي امنیت او د افغانستان بانک هغه ادارې او اوشخاص دي چې له حساب پرته لګښتونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x