افغانستان

فراه: د قومندان په ګډون 18 تنه دولتي سرتیري وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لیندۍ ۱۳۹۷ل): د فراه مرکز ته څیرمه د طالبانو په یو کمین کې د جوین ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد اقبال په ګډون 18 سرتیري وژل شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع رسنیو ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د فراه له مرکز څخه د جوین ولسوالۍ په لور روان وو چې د طالبانو په کمین کې را ایسارشو.

نوموړي ویلي، په دغه کمین کې د امنیه قومندان محمد اقبال سربیره د قطعه منتظرې قومندان شهباز باتور او د ریزرف د ټولۍ معاون موسی دلاور وژل شوي او د فراه ولایت د امنیه قومندان مرستیال حاجي قادرجان هم ټپي شوی دی.

دغه کاروان داسې مهال د طالبانو په کمین کې لویدلی چې د فراه له مرکز څخه د جوین ولسوالۍ ته یې وسلې، مهمات وړل او د دغې ولسوالۍ د نوي امنیه قومندان بدرګه یې کوله.

طالبانو د یاد برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې د فراه مرکز کې یې ۲۰ تنه عسکر وژلي او ۵ موټر یې تخریب کړي یو موټر او ګڼ شمیر وسلې یې نیولي.

باید وویل شي چې وړمه ورځ د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر له خپلو څو تنو نورو جنرالانو سره يو ځای دغه ولايت ته سفر وکړ، او هلته یې د ولايتي چارواکو او مسئولينو سره په خبرو کې وویل چې فراه کې به یوځل بیا بهرني ځواکونه ځای پرځای کړل شي ترڅو پر طالبانو تهاجمي بریدونو ته زور ورکړي.

فراه هغه ولایت دی چې د نورو نا امنه ولایتونو په څیر دلته هم د طالبانو بریدونه او نفوذ زیات دی، دوې اوونۍ وړاندې د فراه ولايتي شورا وويل چې د دې ولايت 70 سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x