د امریکایي تهذیب او بشر دوستۍ څو بېلګې!!

سید شریف

لویدیځوال په ځانګړې توګه امریکایان خپل ځان نړۍ کې تر ټولو ملتونو او ولسونو مهذب ګڼي او په نورو تهذیبونو ملنډې وهي. امریکایان دعوه کوي چې په نړیواله سطحه دبشري حقونو پلي کونکي او دفاع کونکي دي. خو که دامریکا تېر تاریخ اومځکنیو واقعیتونو ته وکتل شي کیسه برعکس ده!!

د شلمې پېړۍ څو بېلګې:

په شلمه پېړۍ کې امریکادچاپان پر هیروشما او ناګاساکي اټومي حملې وکړې. دې حملو کې لکونه انسانان ووژل شول او یو لوی تمدن له منځه یو وړل شو. په لومړي او دوهم نړیوال جنګ کې امریکا په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه سلګونه زره انسانان له تیغه تېر کړل. فلسطین کې امریکا له یوې پېړۍ راهیسي اور بل کړی. دغاصب صهیونیستي رژیم په رامنځته کولو او اکمالولو سره یې منځني خیتځ کې دوینو ویالې وبهېولې او لا هم دصهیونستي+ صلیبي وحشت او بربریت توپان په اوج کې دی.

یوویشتمه پېړۍ کې:

امریکا په یوویشتمه پېړۍ کې داسلامي نړۍ پر ډيرو هیوادونو یرغلونه وکړل. دخلګو دخوښي نظامونه یې ونړول. ظلم، انارشي، فحاشي او بې دیني یې وارده او خپره کړه.د یرغمل کړو ولسونو او هیوادونو شتمنۍ یې لوټ کړې. په اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو یې حملې وکړې. لاسپوڅي رژیمونه یې د توپ او ټانګ په زور پر خلګو وتپل او دجګړو داسي اورونه یې پکې بل کړل چې یوه نیمه لسیزه وروسته یې هم دپای څرک نه ښکاري.

افغانستان:

امریکا او ملګرو اروپایانو یې د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې پر ګران هیواد افغانستان وحشیانه یرغل وکړ. دخلګو دخوښې جوړ اسلامي نظام یې سقوط کړ. په سلګونو زره هیوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل. کمیایې او فاسپورس مواد یې وکارول. ښځې او ماشومان یې دخپل تن په وینو لژند کړل. وحشت، ظلم،فحشاء،رشوت، مخدرات او نورې ناراوې یې ترویج کړې.د ډیموکراسۍ ترچتر لاندې یې له اسلامه داوښتلو پروژې پیل کړې. د بیان ازادۍ په نوم یې زموږ پر اتلانو بېلابیل تورونه ولګول. اسلامي کلتور او افغاني عنعنات یې سپک کړل او له بېلابیلو لارو غواړي چې زموږ تاریخ او تهذیب هم له منځه یوسي.

عراق:

مهذبي امریکاعراق ته پلمه جوړه کړه چې اټومي او کمیاوي وسلې لري، په همدې بهانه یې یرغل پرې وکړ. دصدام حسین جوړ نظام یې ونړاوه،خو یوه نیمه لسیزه وروسته یې هم دډله ییزې وژنې وسلې ونه موندلې.

داسلامي تاریخ اوتمدن اثار یې غلا کړل.د شیعه او سني، کرد او عرب په نوم یې خپلمنځي جګړې طرحه او رهبري کړې او داسلامي تمدن پلازمېنه( بغداد) یې په وینو رنګ او په کنډواله بدله کړه.

لیبیا:

امریکا وه چې لیبیا کې یې د جګړې اور بل کړ. بېلابېلې ملېشې یې مسلحې کړې. خپل منځ کې یې سره وجنګولې.

د معمر قذافي د واحد حکومت پر ځای یې ملوک الطوائیفي حاکمه کړه. داسي وحشت او ډار یې حاکم کړ چې خلګ دورځې له یوه ښاره بل ته نشي تللای. په ځینو مواردو کې خو وحشت دومره اوج ته ورسیږي چې خلګ له کورونو هم نشي وتلای.

د قذافي رژیم په مراتبوتر اوسنۍ انارشۍ غوره و. قذافي که دیکتاتور و،خو دخلګو عزت، سر او مالونه یې خوندي کړي وو.

سوریه:

ښکلې سوریه هم دامریکایي تهذیب قرباني شوه. امریکاد اسد رژیم پر ضدځینې ډلې په وسلو سمبالې کړې،خو دومره مرسته یې ورسره ونه کړه چې داسد رژیم پرې راوپرزوي. دامریکا طرحه وه چې سوریه کې جګړه روانه وي. د جګړې په جریان سره د سوریې تمدن، صنعت، زراعت پېړۍ شاته ټېل وهي. متاسفانه همداسي وشول. سوریه کې دجګړې دوام د روسیې پښه هم دې جنګ ته راکش کړه. اسلامي سوریه دامریکا او روسیې دنیابتي جګړې ګرم ډګر شو. لکونه سوریایان خپلو کورونو کې لولپه شول اوملیونونه مهاجر شول. پای داچې ښکلې سوریه د پېریانو او وحشي ژوو په ډارونکې جونګړه بدله شوه.

صومالیا:

همدا دبشري حقونو ټېکه داره امریکاوه چې صومالیا کې یې دخلګو دخوښي پر اسلامي واکمنۍ حمله وکړه. تښتیدلي ټوپکسالاران یې بیرته مجهز او فعال کړل. پر موګادیشو یې ناتار کروز او هوایې حملې وکړې. اسلامي حکومت مجبور شو چې له پلازمېنې عقب نشیني وکړي. همدا دی تر ننه پوري صومالیا کې دجګړې اور بل دی. امریکا غواړي چې دجګړې په اور کې دصومالیا خاوره پخه شي او بیا امریکایي ډیموکراسي پکې خپره شي.

دتعجب او تاسف وړ داچې دامریکا دظلم او بربریت تور تاریخ مو مخته پروت دی او نړۍ کې یې دګران هیواد په ګډون روان وحشت دسر په سترګو وینو. خو لا هم امریکا دبشري دوستۍ نارې وهي، د لوړ تهذیب دعوې کوي او پر نورو دبشر دحقونو دنقض تورونه پوري کوي. دډير تعجب او تاسف خبره بیا داده چې ځیني په یادوو شوو محکومو هیوادونو کې زېږیدلي او پالل شوي دامریکایي استعمار پښو کې سجدې لګوي. دخپلو ولسونو او هیوادونو پر ضد دامریکا هر امر په سر او سترګو مني او په پلي کولو کې یې تر امریکایي پوځیانو او ستراتیژیستانو ډير کوښښ کوي.

هو! زموږ د محکومې خاورې داسي بچي هم شته چې دخپل ولس او هیواد پر ضد دامریکایي پوځیانو رول لوبوي.

دامریکایي یرغل دپایښت لپاره یې امریکایي ټوپک غاړه کې وي. اشغالګرو ته دخپلو غازیانو وروڼو داستوګني ځایونه ورښیې. دخپلې خاورې دمجاهدو بچیانو دشهادت په موخه استعمارګرو ته کوردینات ورکوي. ځیني بیا داسي چې د باسوادۍ اوروشنفکرۍ ادعاوې کوي،تر افغان مجاهدینو امریکایي یرغلګرو ته ډير ور نژدې دي. امریکایي بربنډیرغل او نه توجیه کیدونکي جنایت ته دمشروعیت دلایل تراشي.د امریکایي اشغال په ګټه لیکنې او شعرونه زمزمه کوي.

دخپلې خاورې دازادۍ جنګیالي د پردیو لاسپوڅي بولي. د ټروریسټ پردۍ ټاپه پرې لګوي. دخپل ولس جهادي شهکارونه پردیو ته منسوبوي او حیف داچې! د محکومې خاورې نامرد بچي خپلې همدې ناځوانۍ او وطن فروشۍ ته دوطن پرستۍ(؟) نوم هم ورکوي!!.

امریکا اسلامي نړۍ کې دومره جنایتونه او شرارتونه تکرار کړي چې قلم یې له لیکلو او ژبه یې له بیانولو څخه عاجزه ده.حتی که یوازي د روانې میلادي پېړۍ په تېره یوه نیمه لسیزه کې دامریکا یرغلونه او هراړخیز ظلمونه وڅېړل شي بشریت ته به ټکان ورکړي. اوس نو راشئ دا یې ګز دا یې میدان! غربیان په تېره امریکایان مهذب دي، که مسلمانان،دوی بشر دوستان دي، که موږ؟!.قضاوت پر تاسو!.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د خدای ج لعنت دی وی زمونږ په جهادی رهبرانو همدا بیناموسان ول چی بیناموسه امریکاته یی د راتګ لاره هواره کړه همدا بیشرمه بی دینه او بیغیرته خلک دی چی اوس هم امریکابانوته د غربی دوستانو خطاب کوی . همدی بیناموسه ټوپکسالارانو هیواد په لوی لاس امریکاته وسپاره . داسی بیغیرته خلک اوس هم شته چی دی ټوپک سالارانوته اوس هم اسلامی رهبران وایی او پری فخر کوی. ددی ناولی او امریکایی حکومت سره چی چا ملاتړلی ده زما په نظر کافر مرتد دی خصوصا په نظامی برخه کی . که چیری همدا نظامی برخه د دوینه لاس واخلی… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

اسلام علیکم توله خبری دی صحیح دی خدای دی اجر در کری. خو د تور پنجاب په اره هم یوه لیکنه وکره چی پر سوات وزیرستان او افغانستان کی سومره ظلم او وحشت کری او کوی. که دی سر خلاصیدی او لیکنه ده نه وکره په محشر به الله پاک ته سه وایی. الله دی موژ تولو ته هدایت وکری. بیا تکراروم چی د امریکا د ظلم اروند دی شه لیکلی حتی په حقیقت کی غربی نری تر دی هم ظالمه ده. او سوک چی یو ظالم ته ظالم وای او دبل په اره چوپه خوله کیزی الله پاک ته… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اصیل مهذب هغه څوک دی یا هغه ټولنه ده چه پر نورو هم د تهذیب پېرزوینه ولری. د مغرب زمین تهذیب واقعاً ښکلی برېښی امّا د ښکلا تصویر یا انځور ئې دا ډول دی: د روڼو او خوږو اوبو پر ښکلی رود ئې د اوبو ستر بند جوړ کړیدی او نه غواړی دا خوږې او ګټوری اوبه لاندی کلیو او ښارونو ته وبهېږی او نور خلک ترې ګټه واخلی. یو زلخوږی کس چه مثلاً هغه سیمی ته په سفر تللی وی، شا ئې وچو او ښارونو ته ورکرځولې او فقط د رود منظره او بند وینی او فکر کوی چه… نور لوستل »