ورزش

کرېکټ: یاسر شاه پر نیوزېلنډ توپوهونکو سرونه وګرځول

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۷): د پاکستان کرېکټ لوبډلې پښتون لوبغاړی او سوکه لیګ سپینر یاسر شاه د نیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په یوه ورځ یې ۱۰ ویکټې واخیستې.

په دغه سیالۍ کې یاسر شاه په لومړۍ ویکټه اخیستلو کې ډیر وخت ونیو، خو وروستۍ ۷ ویکټې یې په ۲۷ توپونو واخیستې چې یو ریکارډ شمېرل کیږي.

نوموړي د مخالف لوبډلې لوبغاړي په چټکۍ سره وسوځول چې په مرسته یې د نیوزېلنډ لوبډله په ټیسټ لوبه کې يوازې په ۹۰ منډو وسوځېدله، نوموړي د ۴۱ منډو په بدل کې ۸ ویکټې واخیستې.

په دې سره نیوزېلنډ لوبډلې ته د بیا توپوهنې (فالو آن) موقع ورکړل شوه، د ورځې تر پایه یې ۱۳۱ منډې جوړې کړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځېدل، یاسر شاه دغه دواړه لوبغاړي هم وسوځول، په دې سره له انیل کومبلی وروسته لومړی لوبغاړی شو چې په یوه ورځ یې ۱۰ ویکټې واخیستې.

د نیوزېلنډ لوبډلې لخوا لومړي درې توپوهونکو ۳۱، ۲۲ او ۲۸ منډې جوړې کړې، خو وروسته هیڅ توپوهونکی ونه توانېده چې آن تر ۵ منډې جوړې کړي، لوبډلمشر کین ویلیمسن یوازینی لوبغاړی و چې ونه سوځېد او ۲۸ منډې یې وکړې.

یاده دې وي چې پاکستان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۴۱۸ منډې جوړې کړې او نیوزېلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، ددوی لخوا حارث سهیل او بابر اعظم سلیزې ووهلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x