ورزش

افغان «بدن جوړوونکي» لوبغاړي د سرو زرو نړیوال مډال وګاټه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بدن ښکلا او بدن جوړونې لوبغاړي احمد یاسین قادري په چین هېواد کې د ګلوبل کلاسیک نړیوالو سیالیو ترمنځ لومړی مقام ترلاسه کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

د بدن جوړونې دغه سیالۍ چې پرون یکشنبه د لیندې میاشتې په ۴مه نېټه د چین هېواد په مکاو ښار کې ترسره شوې په کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.

احمد یاسین قادري د ۲۰۱۸م کال په سر کې د اسیایي هېوادونو په کچه د بدن جوړونې سیالۍ (WBPF) کې د سرو زرو او مسټر یونیورس مډال ګټلی و.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال نړیوالو سیالیو کې هم افغان بدن جوړوونکي لوبغاړي یاسین قادري په منګولیا هېواد کې ترسره شوې سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x