د سترګو لید له منځه تللو اصلي لامل څه دی؟

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۷): د انسان په بدن کې د الله له سترو نعمتونو څخه یې یو ستر نعمت سترګې دي، چې باید انسان په روغو سترګو هر مهال شکر وباسي، که چیرې د سترګو لید له منځه ولاړ شي تر ډیره اندازې انسان له کار کولو بې وسه شي.

د سترګو لید د کمزورتیا یو شمېر لاملونه دي، خو تر ټولو ستر لامل یې د شکر ناروغي ده، هر هغه کس چې د شکر هر نوعه ناروغي ولري لومړی یې اغیز پر سترګو کیږي، چې په چټکۍ سره یې د سترګو دید له منځه ځي.

د شکر ناروغي په نړۍ کې یو تر ټولو خطرناکه او زیاته خپریدونکي ناروغي ده، اوسمهال تر ۴۲۰ ملیونو زیات کسان پر دغې ناوړه ناروغۍ اخته دي، دغه ناروغي دوه ډوله لري، یو یې کم شکر، بل یې زیات شکر، چې ددواړو پرمهال د سترګو لید په چټکۍ سره کمزورۍ خوا ته ځي.

نوي راپورونه زیاتوي چې د شکر ناروغي بدن کې لومړی حمله پر سترګو کوي، چې له کبله یې هر وخت سترګې درد کوي او ورځ تر بلې یې لید کمزوری کیږي.

ددې درملنې لپاره نړۍ کې ځانګړي ماشینونه شتون لري خو د افغانستان په شمول ډیر هېوادونه د ماشین نه درلودلو په حال کې له یادې درملنې څخه بې وسه وي.