افغانستان

قومندان علي پور د ملي امنيت له زندانه خوشې شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ لیندۍ ۱۳۹۷ل): د غیر مسؤولو وسله والو خپلسری قومندان، چې تېره ورځ د کابل په لويديځ دشت برچي سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی و، نن ماخستن له زندانه خوشې شو.

د ګډ حکومت د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش په رسمي فيسبوک پاڼه راغلي، د قومي مشرانو په غوښتنه او د سرور دانش په هڅو قومندان علي پور د ملي امنيت له زندانه خوشې شو.

قومندان علي پور په ميدان وردګ او  نورو سيمو کې د خپلسرو ملېشو په جوړولو او د خلکو په ځورولو تورن و، چې تېره ورځ د صفر یک قطعې له لوري نيول شوی و.

د هغه له نيول کېدو وروسته کابل مېشته هزاره ګانو په ټول کابل کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه پيل کړي وو، په دغو لاريونونو کې لسګونه پوليس او لاريونوال ټپيان شوي وو او د پوليسو اووه پوستې هم د لاريونوالو له لوري سوځول شوي دي.

پر قومندان علي پور تور دی، چې د ایران په ګټه د فاطميون شيعه‌ وسله‌ والې ډلې لپاره د پوځي روزنې چارې پر مخ بيايي او په ګڼو بشر ضد کړنو کې ښکېل دی، خو حکومت نن د څو مظاهرو په غبرګون کې خوشې کړ.

علي پور چې په شمشير شهرت لري او له حزب وحدت ګوند سره تړاو لري، درې کاله وړاندې د ميدان وردګ ولايت کې د هزاره ګانو له وژل کېدو وروسته يې يوه خپلسرې وسله واله ډله جوړه کړه، له هغې وروسته يې په غور ولایت کې هم ورته ډله جوړه کړه او په سيمه کې يې فعاليت کاوه چې وخت به وخت به يې عام خلک ځورول او وژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

که چیری دا رهزن او قاتل خوسی شوی وی، بیا نو د طالب زندانیانو څه ګناه ده؟ که هزاره ګان د تعصب پر بنیاد خپلو قاتلینو څخه دفاع کوی، بیا مونږ هم باید د طالب او غنی زنده باد چیغی ووهو.

لونګ

بیغرته حکومته: ستا کړنی سبب د دی کیږی چی نور ستا په طرفداری خبری و نکړم خدای مه کړه نژدیده چی طالب سمه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x