
نن د جينوا ناسته پیلېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سویس په ژنیف کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس نن پیلېږي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د حکومت د دواړو شریکانو په ګډون د شاوخوا اویا دولتي او غیر دولتي بنسټونو استازي برخه اخلي.
په ورته وخت کې په دې کنفرانس کې د نړۍ د اویا مرستندویه هېوادونو او تر څلوېښتو ډېرو سازمانانونو استازي هم برخه لري.
دغه کنفرانس چې نن (سه شنبه) او سبا (چهارشنبه) به دوام ولري، پکې د افغانستان په اړه د دوه کاله وړاندې د (بروکسل، ۲۰۱۶ز) ناستې دوه اړخیزې ژمنې څېړل کېږي.
د بهرنیو چارو زوارت وايي دا د «توکیو د متقابلې ځواب ورکونې» چوکاټ کې جوړېدونکې غونډه ده، چې طرحه يې په ۲۰۱۲ز کال د توکیو یوه ناسته کې وشوه.
دې ناستې ته اجراییه رییس او ارګمشر اشرف غني په جلا جلا سفرونو کې رسېدلي او شاوخوا لس تنه د مدني فعالانو په نامه هم پکې برخه اخلي.
د جينوا کنفرانس کې به افغان چارواکي له فساد سره د مبارزې، داراي اصلاحاتو او نورو کړو ژمنو په برخه کې خپلې «لاسته راوړنې» وړاندې کړي.
د ماليې وزات چارواکي وايي، دوی په مالي برخه کې هغه ژمني چې دوه کاله وړاندې يې بروکسل کې کړې وي، پوره کړې دي.
د دې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي دوی ټول راپورونه تیار کړي او نړۍوالو ته به يې وړاندې کړي.
وړمه ورځ د ارګ ویاند هارون چخانسوري په خبري غونډه کې وویل، چې دوی به د خصوصي سکتور په برخه کې د اصلاحاتو، د عوایدو د زیاتوالي، روڼتیا او ان له فساد سره د مبارزې په برخه کې ژينو کې معلومات وړاندې کړي.
د نړۍوالې ستراتېزۍ او مطالعاتو مرکز وايي، چې دې غونډه کې به په افغانستان کې د سولې اړوند هم خبرې اترې وشي.
دې مرکز په خپره کړې مقاله کې لیکلي، نړۍوالو ته پکار ده، چې تر اقتصادي مسائلو د سولې په اړه ډېر تمرکز وکړي.