افغانستان

له اتمر وروسته؛ د ملي امنیت فیسبوکي ډله د اختلاف ښکار ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر له استعفا وروسته، په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د هغه پر ځای وټاکل شو، چې فیسبوکي ډله يې ترې ناخوښه ښکاري او د رازونو سپړلو ته يې مټې را بډ وهلې دي.

نن ټکی اسیا د ګډ حکومت په لومړیو کې په دې اړه مطالب خپاره کړل، چې امنیت شورا په خواله رسنیو کې ځينې خبریالان، لیکوال او مدني فعالان د پروپاګند لپاره ګمارلي دي.

دا ډله چې وروسته يې په طنزې ډول خواله رسنیو کې «خیاط» نوم وګاټه، ګواکې دې ته اړ وه، چې د فساد، ملکي تلفاتو او له ولس سره د هر ډول جنایاتو لپاره توجیه ګانې جوړې کړي.

درې کاله وړاندې د دې کسانو یو غیر تایید شوی د معاشونو لیست هم خپور شو، چې شمېر يې تر ۳۵۰ تنو هم ډېر يادېده او ځينو پکې مستعار نومونو فیسبوک کې فعالیت کاوه، ځینو مخصوصي فیسبوک‌پاڼې لرلې او ځينو د ځانګړو پېښو پر وخت د ذهنونو د ګډوډولو لپاره ګمارل شوي و.

تازه د جمیل وقار په نوم یو تن فیسبوکي فعال خپل راز په ډاګه کړی، خو دعوه يې کړې چې د ده له نومه ګټه اخیستل کېده، خو پخپله يې «خیاطي» نه ده کړې.

هغه چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي غړيتوب هم لري، نن پر خپل فیسبوک دا اعتراف خپور کړ، چې ګڼو هغو کسانو هم ورته تبصرې کړي، چې د «خیاطۍ» تور پرې پورې دی.

جمیل وقار لیکلي، دوه کاله وړاندې ورته له امنیت شورا نه شاوخوا یوه میاشت پرلپسې ټلیفوني زنګونه ورتلل، چې د فیسبوکي پاڼو لپاره يې د خامو موادو ور رسېدو خبر ورکاوه.

هغه لیکي: «ماته دوه کاله مخکې د امنیت شورا له دارس څخه پرلپسې یوه میاشت زنګونه راتلل او په دې موخه يې زنګونه کړل، چې ګواکې د فیسبوک د دوو پاڼو لپاره خام مواد رالېږي.»

دغه فیسبوکي فعال پخپله لیکنه کې داسې ښکاره کوي، چې د ده په نوم بل چا له امنیت شورا نه پیسې اخیستې او پخپله يې کومه «بخۍ نه ده تېره کړې.»

هغه زیاتوي: «ما هم ګوزاره له دې امله کړه، چې اصلي او فرعي بانډ معلوم کړم، هغوی معلوم کړم چې زما په نوم پیسې اخلي او هغوی معلوم کړم چې زما په نوم پیسې ورکوي، میاشت وروسته مې دواړه معلوم کړل.»Untitled

دغه فیسبوکي فعال زیاتوي چې اوس هماغه کسان چې د حمدالله محب له لوري پرې د فیسبوکي پروپاګند معاشونه بند کړل شوي دي، د حکومت پر ضد تبلیغات کوي، خو دی مني چې همدې پروپاګند کوونکو پرې اشرف غني د «مفکر» په نوم ومانه.

«اوس چې د فیسبوک چلونې پروژې نشته دواړه بانډونه د حکومت په ضد تبلیغت کوي، په اصل کې همدا غني هغوی په موږ متفکر کړ، چې نن د مادي امکاناتو د نه ورکړي له امله مخالفت ورسره لري.»

د ملي امنیت دې فیسبوکي بانډ د ګډ حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د اداري فساد، حکومتي نیمګړتیاوو، ملکي تلفاتو او شپنیو چاپو تر څنګ ان د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو اوښتو او ولس ته د تلفاتو اړولو اړوند هم «خیاطي» کوله.

دوی په کندوز کې پر مدرسې، میدان وردګو کې پر ملکي کورونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اربکیانو، اردو، ملي امنیت او بهرنیانو له لوري پر ګڼو نورو ډله‌ییزو وژنو هم توجیه لټوله او پر فیسبوکي شورماشور به يې ولس ملامتاوه چې د حکومت ملا نه تړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x