نظــر

جنګي اسیر: هغه څه، چې په جګړه کې باید په پام کې ونیول شي

لیکونکی : فضل ربانی قاضی زی

ډیری هغه کسان چې په جګړه کې نیول کیږي هغوي ټول جنګي اسیران نه دي، هغه ملکي بیوځله کسان دي چې په همغه محدوده جغرافیه کې د خپل ژوند شپې او ورځې سبا کوي. او که چیرې نن موږ د مسلمانانو چلند د اسیرانو پر وړاندې وپوښتو او خبر شو نو له ویرې او هیبت نه به مو خوبونه وتښتي.

جنګي اسیر چا ته ویل کیږي؟

اسارت په پړي د یو څیز ټینګ تړلو ته ویل کیږي او اسیر له دې جهته چې هغه یې تړلو یا محصور کولو اسیر بلل شوی دی، وروسته بیا هر څوک چې په بند یا حبس کې وي که څه هم تړلی وي یا نه اسیر بلل کیده. ځینو بیا د دې مادې معنا حبس بللې: اسیر هغه کس دی چې تر سلطه لاندې وي؛ څه د ظاهري قیود او څه د قانوني قیود لاندې وي او د نظر لاندې کس ته اطلاق کیږي.

جنګي اسیر هغه نظامي کس ته ویل کیږي چې په جګړه کې یا د جګړې په پای کې د مقابل جنګیالانو له طرفه نیول کیږي.

مګر، دا اسارت په دې مانا نه دی چې انساني کرمت تر پښو لاندې شي. دا منم چې جګړه د اور هغه څپه ده چې هر څه له منځه وړي خو د انساني کرامت ساتلو لپاره ځانته قواید او اصول هم لري او په کار ده چې د جګړې ټول برخه وال یې په عملي کولو کې اقدام وکړي، که چیرته په دې اصولو او قوایدو برابري ونه شي ښکاره خبره ده چې جګړه نور هم ځان ته د وحشت څیره غوره کوي. ځکه د انسان په اوجود کې چې کومه د غضب غریزه ده، هغه انسان له عقل او منطق نه لرې کوي او همدا وجه ده چې انسان نور هم وحشي شي.

د جاهیلیت په دوره کې اسیرانو سره خوار بد چلند کیده، هغوي به اسیرانو سره غیر اخلاقي او انساني کارونه کړل؛ وژل به یې، د بدن اعضاوې یې پرې کولې او هان دا چې کله به یې د خپلو خدایانو لپاره قرباني کول.

له بده مرغه نن سبا په خپله ټولنه کې موږ د دې شاهیدان یو چې افغانان په خپلو منځو کې له جنګي اسیر سره همغه د جاهیلیت دوران چلند کوي. بد او رد خو پریږده هان دا چې یو بل په موټرو پسې ټړي، پوهیږئ! اصول او قوایدو ته سر ایښودل د انسان د غضب غریزه کنترول کولئ شي.

د جګړې د ټولو برخه والو د پاره نړیوال قواعد داسې دي:

• هغه جګړه کوونکي چې تسلیمیږي باید وساتل شي.

• د دښمن د تسلیم شویو غړو سره باید انساني چلند وکړي.

• د دښمن تسلیم شوي کسان باید آمرینو ته وسپارل شي.

• د دښمن ټپي شویو کسانو ته باید پاملرنه وشي.

• د دښمن زخمي شوي کسان باید راټول شي.

• د دښمن ټپي شوي کسان نږدې د لومړنۍ مرستې مرکزو ته ورسوي.

• له بندیانو سره باید انساني چلند وشي او د دوی کورنۍ د هغوی له سرنوشت څخه خبر کړل شي.

• د بندیانو باید احترام وشي بد چلند، ځورونه او ډله ایزې وژنې هم منع دي.

• د بندیانو باید ساتنه وشي او په خوندي ځای کې وساتل شي له خطر سره د هغوی مخامخ کول منع دي.

همدا راځ ملکي خلک باید خوندي وساتل شي او هغوی سره انسانی چلند وشي. د ملکي خلکو لوټول منع دي. د ملکي کسانو غچ اخیستل او یرغمل نیول منع دي. نیول شوي ملکي کسان باید صلاحیت لرونکي آمرینوته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

قاضی زی صاحب سلامونه،م
مسلمان باید له مسلمان سره جنګ ونه کړی،نه اسیر شی او نه زخمی شی،ښه مسلمان باید د الله ج دا فرمان ومنی چه والصلح والخیر سورت النسا
ته هم مسلمان زه هم مسلمان،
ته هم پښتون زه هم پښتون،
ولی می اسیر کوی؟،ولی می وژنی،؟ولی خبری ته نه راسره کینی،؟

لونګ

د چلند له اسیرانو سره اسلامی دی اوکه د غربیانو اصول دی؟ که اسلامی وی خو کله مو هم ندی تطبیق کړی. ډلیزه وژنه، له موټر څخه راګوز کړه او څنګ ټر څنګ یی ودره وه بیا پری ډزی وکړه. تاسو د داعشیانو او طالبانو فلمونه لیدلی دی؟ هغوی له یوه مړی جسد سره څ لوبی ندی چی کوی یی څه رسه له انسان سره. همداسی حکومتی کسان، هغوی هم د طالبانو د اسیرانو سره ښه چلند نلری. د دوستم د کسانو د چلند فلم دی لیدلی چی څنګه له اسیرانو سره چلند کوی؟ الله دواړه فریقه تباه او نابود… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x