طالبان: د «ازادۍ د دښمن» وروستۍ شېبې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز جنرال شریف یفتلي په غبرګون کې ویلي، د «ازادۍ د دښمنانو وروستۍ شېبې دي.»

شریف یفتلي تېره ورځ دعوه وکړه چې په ګڼو ولایتونو کې يې شاوخوا ۱۱۱ تنه وژلي او ۲۷ هوايي بریدونه يې کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپاره کړې غبرګون کې جنرال یفتلي ته ور یاد کړې: «اوس ملت د دښمن له پروپاګند او کاذبو راپورنو سره اشنا شوی، هيڅوک هم پرې باور نه لري.»

هغه لیکلي، چې دا ډول څرګندونې یوازې له خپلو ناکامیو د ذهنونو د اړولو لپاره کېږي، چې ولس نور ورسره بلد شوی او باور پرې نه لي.

مجاهد لیکلي: «له تیرو څو اونیو را هیسې په ارزګان، غزني، فراه، بغلان، کندز، تخار او ګڼو نورو ولایتونو کې د مزدور دښمن سلګونه عسکر وژل شوي، لوی لوی بیسونه او لسګونه پوستې يې فتحه شوې، ولسوالۍ ځينې تصفیه شوې او خورا ډيرې سپکې او درنې وسلې، مهمات او وسائط ترې نیول شوې دي. د دې لپاره چې دښمن له خپلو درنو تلفاتو، ګډوډویو، ډار او ناهیلیو څخه عامه توجه په بل لوري واړوي، دغه راز پوچې او تشې رسنیزې ادعاوې کوي.»

ذبیح الله مجاهد خپل سرتېرو او ولس ته ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د خپلواکۍ لوی ارمان ته ورسېږو او زیاتوي چې د دښمانو وروستۍ شېبې دي.

«موږ خپل اولس او مجاهدینو ته اطمئنان ورکوو چې نور مو د هیواد او آزادۍ دښمنان د خپل عمر آخیر شيبې شمیرې، ډير نیږدې به له اشغالګرو او د هغوی له لاسپوڅو څخه ټول هیواد نجات ومومي او ملت به مو د خپلواکۍ او آزادۍ لوی آرمان ته ورسیږي، ان شاءالله»

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم ټینګار وکړ، چې که موږ وغواړو کنه، طالبان راتلونکي دي.

په ورته وخت کې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم وايي، چې امریکا د جګړې پر ځای د تېښتې لار لټوي.