
محمد محقق: امریکایان د جګړې پر ځای، د وتلو لپاره لار ګوري
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي، امریکا دلته جګړه کې بې وسه شوې او د وتلو لارې لټوي.
هغه چې پخپله د امریکايي یرغل سرسخت پلوی و، د سپوږمۍ راډيو په حواله له يوې روسۍ خپرونې سره مرکه کې ویلي، چې امریکا له «ترهګرۍ» سره مبارزه نه کوي یوازې هڅه کوي، چې څنګه پښې وباسي.
محقق زیاتوي امریکا هڅه کوي چې دلته مسئله یو ډول حل کړي او ځان ته د وتلو لار پیدا کړي.
هغه چې وړاندې تر دې يې د طالبانو واکمنۍ ان پر اویا سلنه خاوره منله، تازه مرکه کې ویلي، چې یوازې دېرش سلنه خاوره یې تر لاس لاندې ده.
محقق په داسې حال کې د امریکا له تېښتې اندېښمن دی، چې څو ورځې وړاندې ډونالډ ټرمپ هم وویل چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې اړوند پر جدي خبرو اترو بوخت دی.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دویم سفر يې له لاسته راوړنو ډک و.
هغه پخپل دې سفر کې درې ورځې پرلپسې له طالب استازو سره پر خبرو بوخت و او واشنګټن په ته رسېدو له خپل سفر نه خوښي ښوودلې ده.
دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم وویل، چې که موږ وغواړو کنه طالبان راتلونکي دي.
په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلاميې په ترڅ کې پر ولس او سرتېرو غږ کړی چې د ازادۍ ورځې را نږدې دي.