
عليپور، اربکی قومندان چې حکومت يې پر وړاندې بې وسه شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): قومندان علي پور د علي محمد زوی او د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې درې کاله وړاندې يې وسلې ته لاس کړ او د ملي امنیت په مرسته يې وسلهوالو پر ځان را ټول کړل.
د کورنیو چارو وزارت ارشد معین اختر محمد ابراهیمي وايي، چې هغه وړاندې تر دې عادي کس او موټر چلوونکی و، خو شاوخوا ۱۵۰ تنه ټوپکمار يې له ځان سره ملګري کړل.
هغه اصلاً خپلې ټوپکمارۍ ته د قومیت رنګ ورکړ او ويې ویل چې بهسودو کې د کوچیانو له لوري له هزارهګانو سره زیاتی کېږي او دی يې «دفاع» کوي.
قومندان عليپور چې په قومندان شمشېر هم مشهور دی، له میدان وردګو وروسته په دایکندې، بامیان، غور او غزني کې هم ولس ځورونې ته دوام ورکړ.
نیول کېدل
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د تلې میاشتې په منځ کې ځانګړو ځواکونو د دې قومندان د نیولو لپاره د غور په لعلوسرجنګل کې عملیات پیل کړل.
هغه چې د اجراییه ریاست د مرستیال محمد محقق نږدې کس بلل کېږي، په سیمه کې د خلکو په لوټ، وژلو او ان ناموس لوټلو تورن دی.
د غورو چارواکو تر دې جګړې وړاندې وویل، چې د عليپور د نیولو لپاره يې ځانګړي ځواکونو لېږلي او هغه به د کړیو جنایاتو له امله د قانون منګولو ته وسپارل شي.
قومندان عليپور له ځانګړو ځواکونو سره د لعلوسرجنګل په دهنه سیمه کې جګړه وکړه او له دواړو لوریو نه ۳۵ تنو ته مرګژوبله واوښته.
له دې جګړې وروسته قومندان عليپور په یوه غونډه کې ډاډ څرګند کړی چې حکومت يې د نیولو وس نه لري.
هغه په جوړه کړې غونډه کې چې شاوخوا يې د خپل قوم نجونې او ځوانان په وسلو سنبال ښکارېدل وویل، حکومت د ده په نیولو کې بې وسه دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رویټرز اژانس ته ویلي و، چې هغه یو «قاتل، لوټمار او قاتل» دی.
د محقق غبرګون
محمد محقق وویل، پر اربکي قومندان عليپور د ځانګړو ځواکونو برید د غندلو وړ دی په وینا يې په دې برید کې ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې او ملکي هستوګنځایونه لوټل شوي دي.
محمد محقق ویلي و، چې د لعلوسرجنګل ولسوالۍ نه ورته تلیفوني معلومات رسېدلي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ په اسد اباد کې تر شلو ډېرو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
محقق د قومندان عليپور په اړه ویلي، دا خلک «هزارهمیشتې سیمې» له اتلسو کلونو راهیسې د دولت کلک ملاتړي پاتې شوي دي.
د حکومت دویمه هڅه
تېره ورځ دغه اربکی قومندان د ملي امنیت کسانو له لوري په پلازمېنه کابل کې ونیول شو او له دوه ورځې ځنډ وروسته بېرته خوشي کړل شو.
د عليپور پر ضد میدان وردګو کې تېره ورځ لسګونو کسانو لاریون وکړ، چې باید محاکمه شي.
هغوی دغه قومندان، پر لوټ، ځورونې او باج اخیستنې تورن کړ، خو کابل کې د هغه پلویانو بیا د هغه په ملاتړ لاریون وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ارشد معین اختر محمد ابراهیمي وویل، چې دې لاریون کې ۴۸ پولیس ټپیان شوي او اته پوستې سوځول شوې دي.
هغه ومنله، چې پولیس يې پر هغو وسلو ټبیان شوي، چې دوی د عامو هزاره ګانو ته د ځان ساتنې په خاطر ورکړې او معاشونه هم ورکوي.
تېر ماښام مهال د ارګ دویم مرستیال سروردانش وویل، چې دغه قومندان يې خوشي کړی دی.
ځینې سرچینې وايي چې نومړی په ضمانت خوشي کړل شوی دی، خو د هغه پلویان وايي چې حکومت به بیا عليپورته په چپه سترګه ونه ګوري.
عليپور په سیمه کې د خپلو جګړه مارو ډله «د مقاومت جبهه» بولي، چې له اوسه يې ګڼو پېښو کې قومي او مذهبي تفرقو ته لمن وهلې او له سیمې يې ګڼ کوچیان تېښتې ته اړ کړي دي.
حکومت له طالبانو سره د جګړې لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ په اخلاقي فساد ککړ کسان وسلهوال کړل، چې نږدې ټولو يې د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې او حکومت ته سرخوږی ګرځېدلي.
امنیتي چارواکي ګڼ هغه ټوپکمار چې په پیل کې دوی د «ولسي پاڅون» په تمویلول، ناقانونه وسلهوال معرفي کوي او کله کله يې د نیولو یا وېرولو لپاره تمثیلي ګامونه هم اخلي.
غبرګونونه:
خواله رسنیو کې د قومندان عليپور نیول کېدو او بېرته پرېښودو ډول ډول غبرکونونه را پارولي دي، د هغه پلویان دا نېک ګام بولي او ځینې خو يې حکومت په ورته بیا اقدام ګواښي، ځینې نور بیا حکومت بې وسه بولي او په لوی لاس يې د جګړه مارو د غټولو علت بولي.
د برهان خوږمن په نوم یو تن په زندانونو کې د بې جرمه زندانیانو په اړه لیکلي: «د انس حقاني جرم به زیات وو که د علي پور؟
انس تر اوسه پر چا یو ډز نه دی کړی، د پلار او د ورورڼو د خپلوي سزا ورکول کیږي، د علي پور جرایم ثابت شوي وو، ونیول شو، بیا هم دومره په عزت سره خوشی شو وایم چې مډال ورنکړي.
او انس په ناکرده جرم په باګرام کې بندي دی، څوک دې نر شي د هغه د آزادیدو غوښتنه دې وکړي؟»
د شفیع اعظم په نوم یو بل تن فعال بیا ليکي، چې حکومت د علي پر نیول کېدو او خوشي کولو خپل ور پاتې حیثیت هم تر پښو لاندې کړ: «ولسمشر د عليپور په نيونه او بيا بېرته له ډاره په عاجل خوشې کولو په ملي امنيت، ملي پولیسو او د اردو په کمانډو ملنډې و وهلې. د نظام حیثیت یې د څو اوباشانو پښو ته ليلام کړ.
د هغو ځوانانو په احساساتو یې ملنډې و وهلې کوم چې له ډیرې جذبې یې د قانون ملاتړ په پار دته بيا د زرکالو دعا وکړه.»
د دې تر څنګ دواړه لوري کله کله په خواله رسنیو کې قومي او مذهبي اختلافاتو ته هم هڅه کوي چې د منځګړو په باور ښې پایلې نه لري.