افغانستان

علي‌پور منلې چې ناقانونه وسله‌وال لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د نامسؤله وسله والو ډلو قومندان علي پور په یوه ژمنه ‌لیک کې منلې چې ناقانونه وسله‌وال لري او تر اوسه د ګڼو جرمونو مرتکب شوی دی.

هغه دې لیک کې زیاته کړې چې حاضر دی، یا خپله وسله حکومت ته تسلیم کړي یا هم په حکومتي چوکاټ کې له ولس سره يوځای جګړې ته دوام ورکړي.

په دې ژمنه کې ليک کې راغلي چې د ټولو تورنو په اړه به محکمې او څارنوالۍ ته حاضريږي او خپل ټول غير مسؤل وسله وال به له حکومت سره ثبتوي، همدا راز ويل شوي چې غير قانوني حرکتونه به نه کوي او په غونډه او جلسو کې به هم ګډون نه کوي.

په ژمنه ليک دا هم ويل شوي دي چې نوموړی به له کاپل ښار څخه وځي او خلک به د حکومت پرضد لاريونونو او مظاهرو ته نه هڅوي.

نومړوي له رسنیو سره دا لاندې لیک شریک کړی او انګېرل کېږي چې د همدې ژمن‌پاڼې په لاسلیک سره به خوشي شوی هم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x