افغانستان

کورنيو چارو وزير: د کابل د لاريونونو په تړاو ۵۰ کسان نيول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي چې له تيرو دوو ورځو راهيسې د کابل په ښار کې ۵۰ مظاهره کوونکي نيولي دي.

د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک چې د کابل ښار د وروستيو نا امنيو په تړاو ولسي جرګې ته خبرې کولې وويل چې د تيرو دوو ورځو په اوږدو کې يې ۵۰ تنه د علي پور ملاتړي مظاهره کوونکي نيولي دي.

هغه زياته کړه چې خلک بايد د مظاهرو له پلان کولو مخکې پوليسو ته خبر ورکړي او ويې ويل چې د پوليسو له همغږۍ پرته مظاهرې کول غير قانوني ګام دی.

د يکشنبې د ورځې په مظاهرو کې په کابل ښار کې مظاهره کوونکو د پوليسو څو امنيتي پوستې وسوځولې، موټرو ته يې اور ورته کړ، ډزې يې وکړې او د ګڼو پوليسو په ګډون يې ۴۸ تنه ټپيان کړل.

د يادونې وړ ده چې د دوو ورځو مظاهرو وروسته د هزاره خپلسرو مليشو قومندان علي پور د دولت له لوري تيره شپه خوشې کړل شو، چې له امله يې حکومت د خلکو له لوري له سختو نيوکو سره مخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x