نظــر

ازادي او دیمکراسي، که پښتون وژنه؟

بدرځلاند

په نورو هیوادونو کې ولسونه د ازادي او دیمکراسي څخه خورا زیاته دونیوي فایده حاصلوي او د ژوند هره خاطره د ازادۍ او دیمکراسۍ د قانون تر چتر لاندې ښایسته تیروي.

دا بیله خبره ده، چې دیمکراسي قانون د شریعت په نیز منفور او کفر ده.

د نړۍ ولسونه او حکمرانان ټول د همدې قانون لاندې مشترک ژوند تیروي خو زمونږ هیواد بیا له نورې نړۍ بیل ده، دلته دیمکراسي او ازادي سل متضاد تعریفونه او قوانین لري، دلته هر زورور هر بدماش د ازادۍ او دیمکراسۍ په معنا کې خپل ځان او خپل کردار حق او بل مجرم او هدر الدم ګڼي.

دلته ازادي او دیمکراسي هر لنډغر او مفسد جنګي مجرم او جنایت کار ته ازادي بلل کیږي یعنې چې په هر چا هر څه کوي ازادي ده.

دلته ازادي او دیمکراسي دوهمه معنا پښتون وژنه بلل کیږي.

دلته ته د پښتون غیر قانوني وژل کیدل، بندي کیدل، په کلونو کلونو بیګناه په زندان کې شکنجه کیدل ازادي بلل کیږي.

دلته د پښتون په کور هر قسم بمونه غورزول، د شپې د پښتون په کور وحشیانه چاپې اچول او هغه مظلوم د ښځو او ماشومانو په مخ کې په وحشیانه توګه شهید کول او په نیستۍ او خوارۍ جوړکړی کور یې په نیمه شپه په بمونو الوزول دیمکراسي بلل کیږي.

دلته د مظلوم بیګناه پښتون واړه بچیان او تور سرې په خنجرو وهل او بیا یې جسد ته اور ور اچول ازادي بلل کیږي.

دلته د مظلوم په مال تجاوز کول د هغه هستي او دارایي ته اور اچول او د هغه ځمکه غصب کول د هر زورواکي قانوني حق بلل کیږي.

دلته د لسګونو زره بیګناه خلکو په کلونو کلونو بندي کول او غیر انساني شکنجه کول دیمکراسي او ازادي بلل کیږي

دلته د لسګونو زره د وطن ازادي غوښتونکي په عمري قید محاکمه کیدل ازادي بلل کیږي.

دلته د یو یرغلګر عسکر په قتل انسان په اعدام محکومیږي او همدا دیمکراسي ګڼل کیږي.

خو د لسګونو او سلګونو افغانانو او خاصکر پښتنو وحشي قاتل ته د اتل او قهرمان لقب ورکول کیږي.

دلته هغه لنډغر چې په سلګونو شخصي ملیشې یې جوړې کړي او د پښتنو په قتلولو یې کلونه کلونه له یو او بل لوري.

معاشونه اخیستي هغه دومره مجرم بلل کیږي چې صرف یوه ورځ زندان او په دوهمه ورځ په ارګ کې میلمه کیږي.

دلته هغه مجرمین او جنګي جنایت کاران چې د تاریخ بدنامې څیرې بلل کیږي ازاد ګرځي.

خو د انس حقاني غوندې بیګناه ډیر پښتانه زلمي، چې هیڅ جرم پرې ثابت نه وي او د مدرسې متعلم وي د پلار او ورور په ګناه په کلونو کلونو زندان کې ساتل کیږي.

نو ددې ټولو خبرو وروسته دا مفهوم موندلی شو چې ازادي او دیمکراسي دلته صرف د پښتون وژنې، پښتون بمبارولو د پښتون په کور چاپه وهلو او د پښتنو عمري قید او کلونه زنداني کولو او شکنجه کولو په معنا ده.

دلته یو دولت وجود نه لري، دلته هغه ناپوه دونیا پرست په چوکیو کینول شوي چې د څو روپیو په خاطر یې خپل افغاني تابیعیتونه خرڅ کړي دي.

دلته هغه د اروپا د هوټلونو شاګردان سګشویان او د پارکونو بې لارې افراد د امریکایي ستراتیژیو اجرتي قراردادیان په چوکیو کینول شوي چې د انسانیت او ازادي په معنا نه دي خبر او ددې نومونو په اوریدو پورې خندا ورځي.

دلته هغه بیکاره قشر د غربیانو له لوري په واک کینول شوی چې تر هرڅه ورته د امریکا ستراتیژی پلي کیدل خوښ وي.

خو افغان ولس بیا هم په پټو سترګو د دغه دولت ړوند تقلید کوي او د خپل غټ او مکار دوښمن په مکر او فریب او جعلي القابو خطا وتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط لاندنئ شعر لس کاله مخکي 6-نوامبر2008 ويلی وو. هيره مي ده چي په هم دې ويبپاڼه کي مي خپرولو ته سپارلی وو ، او که په کومه بله ويبپاڼه کي . په هرصورت اوس يي د خپلي چاپي شعري ټولګي ( څڅيدلي ويني ) چي په 1388 لمريز کال (2009 عيسوي ) چاپ او خپره سوې ده ، را اقتباس کوم. د سبا‌ؤن ستورئ مينه د وطن کي چي مجنون يمه وژني مي په دې چي زه پښتون يمه ليڅي ئې را نغښتي چي مي ورک کاندي خوب خوراک مي ورک په ميږه تون يمه… نور لوستل »

غ.حضرت

بلی همداسی ده خو:
د پښتون ځوروونکی او ټکوونکی لاس بیا هم له همدې پښتنی لستوڼی را وتی دی.
که څوک لدې حقیقه انکار کوی نو هغه څوک اصلاً یو ټګ دی.
طالب او پلاسټیکی اخوانی او سیاف میاف او د لیبرالیزم پلویان اصلاً حق نلری چه د پښتونولی نوم واخلی.

پشتون

نن که د دغه طالب بیره د امریکايي او دولتی مزدور سره نوی نو د پشتنو سره به سه چم اوکی
نن ستا عزت او ستا وطن دغه طالب د استعمار سخه ساتلی دی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx