نړۍ

عمران خان: پاکستان به نور هېڅکله پردۍ جګړه کې برخه وانخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، د پاکستان پخوانيو حکومتونو پردۍ تپل شوې جګړه خپل کور ته راوړې او راتلونکي وخت کې به يې هېواد هېڅکله پردۍ جګړه کې برخوال نشي.

هغه زياته کړې، چې د پاکستان امنيت او ثبات لپاره د افغانستان امنيت او تلپاتې سوله اړينه ده او وړانديز يې کړی، چې د سولې د نورو ډلو او فعالانو تر څنګ به پاکستان هم د افغانستان په سوله کې خپل فعال رول ادا  کړي.

عمران خان دا څرګندونې شمالي وزيرستان ته د پوځ سرلښکر جنرال باجوه سره د ګډ سفر پر  مهال د وزيرستان قومي مشرانو سره په ناسته کې کړي دي.

د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې هېواد يې د ترهګرۍ په نوم جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې، خو په عين حال کې  يې دغه جګړه پردۍ او تپل شوې بللې ده.

هغه دا هم ويلي، چې د پاکستان لپاره د افغانستان امنيت او ثبات مهم دی، خو تر دې وروسته به يې پوځيان هېڅکله په پردۍ جګړه کې ښکېل نشي او نه به هم پر  خپله خاوره پردۍ جګړه پر  مخ بوځي.

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر  ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې پر پاکستان تور پورې کړی و، چې د امریکا د ميلياردونو ډالرو په مقابل کې يې هېڅ نه دي کړي، خو عمران خان يې په ټويټر ځواب ورکړی و، چې هېواد يې د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه کې تر ټولې نړۍ ډېره قرباني ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x