د نن سرلیکنه

ولي د امنیتي سرتیرو له ژوند سره داسې بیغوري کیږي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه 

د رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې د فراه په ولایت کې یوځل بیا د پولیسو د منتظره قطعې قوماندان او د دغه ولایت د جوین ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندان په ګډون ۲۲ پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په تیره یوه میاشت کې دا څووم ځل دی چې په فراه ولایت کې په لسګونو دولتي سرتیري له مخالفینو سره په نښتو کې مړه او وژوبل کیږي.

ګډ حکومت د خپلې فاسدې واکمنۍ د دفاع لپاره په تیرو څلور نیمو کلونو کې تر اته ویشت زره زیات امنیتي سرتیري له لاسه ورکړي دي.

هغوی د خپلو سر تیرو د ژغورلو لپاره له دې پرته چې د مرګ ژوبلې ارقام یې اعلان کړي نور هیڅ نه لري.

نه یواځې دا ؛ بلکې د ملي اردو او ملي پولیسو تر وژل کیدو وروسته یې د هغوی د کورنیو د پاللو هم هیڅ اراده نه لري، تر دې چې د دولت په دفاع کې د وژل شویو پوځیانو جسدونو یې په شپو او ورځو د جګړې په ډګر کې پاتې وي.

دولت یې نه د جګړې له ډګره د هغوی د جسدونو د راټولو توان لري او نه یې هم د هغوی کورنیو ته په آبرومندانه ډول د ور سپارلو اراده .

د امنیتي سرتیرو له ژوند سره د دولتي چارواکو دغې بیغوري ته په کتو سره نور باید امنیتي ځواکونه، ملي اردو ، ملي پولیس او نور دفاعي ځواکونه خپله د خپل ژوند ژغورلو چاره وکړي.

ځکه هغوي انسانان او د خپل ځان او کورنۍ په وړاندې خپل مسؤلیت لري، نه باید هغوی خپل قیمتي ژوند د دغسي فاسدو او بي کفایته چارواکو د فاسدې بقاء لپاره قرباني کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

مړه ورته مه لیکه.شهیدان ورته ولیکه.

مجاهد

دجالی یا د امریکایی ګټو ساتلو شهیدان

غمی،پښتین

د سوسیال په فورمه وتړه ټینګه ملا
په ور ورو راځه راغلی ده توره بلا

غ.حضرت

اصلاً بله خبره:
د احساساتو د یاغی غاطری باید را کوز او سړی غوندی وږغېږو:
دا عسکر او پولیس ټول زموږ ملی او ایمانی او حتی خونی وړونه دی، هر یو چه وژل کېږی موږ باید په خواشینی شو، ددې په څنګ کی ددې وژل شوو بېچاره ګانو تر شا کونډه ښځه او یتیم اولادونه او احتمالاً بې سرپرسته والدین پاتېږی، د هغوی د زړه خوږ او آه به ډېره درنه وی.

غوربندي

وروره
ستاسو تعليق هم په عاطفه او احساساتو بناء دی.

پکريت است به پام يا خير

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x