
په باګرام هوايي ډګر توغنديز بريد شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تيره شپه طالبانو د باګرام په هوايي ډګر توغنديز بريدونه کړي دي چې له امله يې په دې هوايي ډګر کې اور لګيدلی دی.
د پروان د امنيت امر ضياء الرحمن فائض سيدخيلي هم بريد تائيد کړی دی او ويلي يې دي چې تيره شپه د باګرام ولسوالۍ د نصرو کلا له سيمې څخه طالبانو د باګرام په هوايي ډګر دوه توغندي توغولي دي.
سيد خيلي زياتوي چې له تيرې يوې مياشتې راهيسې طالبانو د باګرام په هوايي ډګر له لس ځلو ډير توغنديز بريدونه کړي دي.
طالبانو هم ويلي دي چې د باګرام په هوايي ډګر يې توغنديز بريدونه کړي دي چې له امله يې بهرنيو ځواکونو ته مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
باګرام په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ترټولو لوی نظامي مرکز ده چې له همدې ځایه د افغانستان نورو سيمو ته وسلې او عسکر د جګړو له پاره ليږدوي.
په باګرام هوايي ډګر وخت ناوخته طالبانو توغنديز بريدونه کوي چې له امله يې په مرکز کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ته مالي او ځاني زيانونه اړوي.