نظــر

آيا انس حقاني دبند او عليپورد پريښودو قابل دي؟

امام الدین ساپی

په افغانستان کې د انتخاباتو د ناکاميو په نتيجه کې د اشرف غني او عبدالله حکومت جان کيري ‏ورجوړ خو خپله ‏افغان پوځ څه چې بهرنيوځواکونو هم ونه شو ساتلاى، د بن د تپل شوې ‏غونډې په هوکړه کې ملي پوځ دهېواد ‏د ساتنې لپاره په ټاکل شوې معيار او شمير ونه روزل شو، حکومت په ولاياتو کې په اربکيانو او ‏نا مسئولو ‏وسله والو(لنډغرو) په ساتنه تکيه وکړه چې د شمال د لنډغرو په شمول په ميدان ‏وردګو کې د هزاره لږکيو يو ‏لنډغر دعليپور په نوم هم سر راپورته کړ.‏ عليپور په ١٣٩٥هـ کل په لومړيو کې ١٦٠کسيزه داړه ماره ډله جوړه کړه چې په غير قانوني ‏‏(غيرانساني ‏‏)کړنو ېې د هزاره وو د ملاتړ ترڅنګ له ايرانه هم ډاډ ترلاسه او په ميدان وردوگو ‏کې ېې دعام ولس پر وژنه، ‏بې عزتۍ، چور، بې حياېې اولاروشکونويې لاس پورې کړ.‏

دعليپور له اعمالو يواځې د ميدان وردگو سني اوسيدونکي نه بلکې خپله شيعه مذهبي ‏‏(هزاره ګان ) هم بې عزته ‏او لوټ کړل په وار وارېې د سيمې اوسيدونکو ولايتي چارواکو او آن ‏د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړ ‏خو خپلسري عليپور به ويل ما هيڅ څوک نه شي نيولاى.‏ دعليپور خبره ترڅه حده رښتيا هم وه چې د ولايتي چارواکو پرې زور نه رسيده هغه داړه ماره ‏ډله تر ٣٠٠ هم ‏زياته شوې وه دوه مياشتې دمخه پرې د ملي امنيت په نامه پوليسو ‏زور وواهه خو وه ېې نه شو نيولى.

له هغې ‏وروسته چې د سيمې د خلکو شکايتونه رسنيو ‏بيا بيا خپاره کړل د کورنيو چارو وزارت ورته دنيولو لاس واچاوه ‏خو دکورنيو چارو د وزارت ‏لاس لنډ او د داړه مار عليپور د داړمارۍ لاس اوږد ؤ ځکه ېې د نيولو پر اعتراض ‏په باميان او کابل ميشتو هزاره ګانو دوه ورځې پرلپسې مظاهرې وکړي.‏ په دوه ورځو مظاهرو کې هزاره ګانو ٤٨پوليس ژوبل کړل او د پوليسودري مرکزونه ېې ‏وسوزول چې په ‏پايله کې ېې د کورنيو چارو وزارت د حبس د دوام توان له لاسه ورکړچې بالاخره د غني د ‏داړه مار حکومت ‏دوېم مرستيال سرور دانش په ضمانت پريښوول شو.

‏ د اشرف غني ناتوانه حکومت د عليپور د نيولو په اعتراض ېې د باميان او کابل ښارلويديځ کې ‏دهزاره وو چغو ‏وارخطا کړ، د ميدان وردګو د ولسي وګړو چې په مياشتو مياشتو ېې د خپل عزت، ‏سراومال د ژغورنې لپاره ‏چغې وهلې هغه ېې هيرې کړې بيا ېې د ميدان وردګو د ولسي ‏وګړو د بې عزتيو لپاره ورپريښود، په دې داړه ‏مار حکومت کې به دافغانانو سرومال او ‏عزت څرنګه خوندي پاتې شي .‏ د بلې خوا همدې ناتوانه حکومت د عليپورد مخه د خپل هېواد ، خاورې او ولس د نواميسو ساتونکى انس حقاني ‏ ‏نيولې او تر اوسه به بند کې شپې سباکوي ، هغه شخص ېې نيولې چې کورنۍ ئي د بهرنيو پرخلاف د خپل ولس ‏د ‏عزت او سرمال د ساتنې لپاره وسله راپورته کړې شهيدان يي ورکړي بغير د خپل رب څخه يي هيڅ استکباري ‏اوصليبي قدرتونوته سر نه دي ټيټ کړي، دخپل ازاد او شهيد پالې ولس د حيا او عزت په خاطر ېې هرډول ‏قربانۍ ته سينه سپرکړې، د خپلې خاورې او ملي ارزښتونو د ژغورنې په موخه ېې د پرديوپه مقابل کې حق ته ‏حق اوباطل ته ېې باطل ويلى، د کورنۍ په ټس کي ېې هغه شخص نيولې چې تر دغه وخته طالب العلم ؤ د جهاد ‏ګرم اوتود سنګر ته لا نه ؤ تللی مګر د ارواښاد جلال الدين حقاني کورنۍ چي په افغانستان کې ‏د خپل اسلامي ‏هويت د بيا را ژوندي کولو او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره ېې وسله واله مبارزه پېل ‏کړي په بدل کي معصوم بي ‏ګناه انسان ښاغلي انس حقاني د صليبيانو اودهغو د ګوډاګیانو په زندان کي دبند سختې شپي او ورځي تيروی.‏ هغه شخص چې د خپل ګران افغانستان د ازادۍ لپاره په فطري توګه هرډول قربانۍ ته تيارؤ هغه دی بندي وي ، ‏د بشر د حقوقو اداره هم دانس حقاني په اړه خاموشه ده، د ټولو انساني کراماتود پښو په لاندې کولو ئې دهغه په ‏اړه يو غږ هم نه پورته کوي، خو د ولس عزت لوټونکى عليپور له دوه ورځو دريمې پورې هم په بند کې پاتې نه ‏شو، ځکه د لوټمار ترشاه هزاره اقليت ولاړ دي مګر د ناموس ،خپلواکۍ او د ين دساتونکې تر شاه څو په ډالرو ‏خرڅ شوي ،ذليله او ارزان قيمته تش په نوم پښتانه اودينې عالمان ولاړدي د دوي خواء لا په زندانې کولو نه ده ‏سړه شوي د اعدام غوښتنه يي کوي دهغه چا د اعدام غوښتنه کوي چې دخپل دين، وطن، خاورې، او ولس دپت او ‏دهمدې هزاره ؤ د اقليت دساتنې لپاره ېې هم د زندان شپې په ځان منلي دي ‏‎.‎

انس حقاني په خپل هېواد کې د يوه مذهب، يوې ژبې او يوې سيمې د وګړو دحق غوښتنې په بدل کې د بند شپې ‏نه سباکوي بلکې هغه د ټول اسلاميت او ټول افغانيت او افغانستان لپاه هر نادوده په ځان منلې او پرې وياړې، د ‏داسې شخص ازادۍ لپاره بايد ټول افغان ولس راپورته او له بنده ېې خلاص کړي ترهغې خپل اعتراض او حق ‏غوښتنې دوام ورکړي څو دښمن حکومت د حقيقت په پوهيدلو انس حقاني له بنده خلاص کړي.‏

افغان ولس به څرنګه دې حکومت ته حکومت ووايي چې په باميان او کابل ښار لويديځ هزاره ‏ګان د خپل داړمار ‏د نيولو پرخلاف د مظاهرو توان نه لري ددې نه داڅرګنده شوه چې په دې ‏حکومت کې به ازادۍ غوښتونکي ‏ميړني او خپل ولس ته عزت ورکوونکي دې دبند سختې شپې سباکوي او په ‏ډول ډول جرايمو ککړداړمار به ‏پريښودل کيږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

لکه څنګه چی دا دولت فاسد بی دینه او کافر دولت دی همداغسی کارونه او چاری یی هم په فساد غیر عادالانه پر مخ ځی ، هو انس حقانی باید بندی وی ځکه هغه خو د قرآن حاکمیت د اسلام قانون او د اسلام حاکمیت غواړی نو څوک چی اسلامی شریعت او اسلام غواړی هغه پدی بی دینه او کافر دولت کی کله ځای لری. دی مرتد دولت کی خو یواځی فاسد بیناموسه غله داړه ماران شروفساد فاحش خلک ځای لری نوکه هر کار کوی دا مرتد دولت ورته برآت ورکوی. څوک چی اسلام او اسلامی شریعت غوړی د هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x