
غزني کې اوو امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني ښار اړوند شهباز سيمه کې د امریکايي پوځيانو پر زغره وال ټانک د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې درې امريکايي پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې منلې، چې غزني کې يې د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله درې امریکايي پوځيان وژل شوي او څلور ټپيان دي.
ناټو وايي، په ټپيانو کې دوه امريکايي پوځيان او يو قرادادي دی، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.
د ناټو له رسنيز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر څو، چې د وژل شوو او ټپيانو کورنيو ته د پېښې په اړه بشپړ معلومات نه وي ورکړل شوي، د پېښې د قربانيانو پېژندنه به خپره نه کړي.
دا پېښه نن سهار په داسې حال کې شوې، چې درې ورځې وړاندې د نومبر په ۲۴مه هم د لينډرو جاسو په نوم ۲۵ کلن امريکايي پوځي د افغان عسکر په ډزو وژل شوی و.
د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې هغه مهال ويلي و، چې دغه امريکايي پوځي په نيمروز ولايت کې د افغان سرتيري له لوري په تېروتنه وژل شوی دی.
طالبانو د دغې پېښې مسؤوليت منلی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د غزني ښار اړوند په شهباز سيمه کې د دوی جنګياليو له لوري د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله د امریکا زغره وال ټانک په بشپړ ډول له منځه تللی او امریکايي پوځيانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
زغره وال ټانګ وژل کیږي نه ،ویجاړیږي یاره تاسو په راپور کي هم تیروتنه کوئ همدا د پای برخه یې درسره اصلاح کړئ … خدای ج د وکړي چي خفه هم نشي … ترکیه انقره ښار څخه …