افغانستان

طالبان وايي بلخ کې يې ولسي وګړي نه دي تښتولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د سرپل ولايتي شورا ادعا وکړه چې طالبانو په بلخ اب ولسوالۍ کې ۲۵ تنه ولسي وګړي تښتولي دي طالبانو دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې په سيمه کې يې هيڅ ولسي وګړی نه دی تښتولی.

د سرپل ولایتي شورا غړي اسداالله خرم ويلي وو چې دا مسافر له بلخ ولایت څخه د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته په لاره وو چې د مهدي مجاهدي په نامه د طالبانو د يو قومندان له لوري تښتول شوي دی.

بل لور ته د همدې پيښې په تړاو د سر پل پوليس وایي چې ۲۵ تنه مسافر د بلخ ولايت له زارع او امرخ ولسواليو څخه تښتول شوي دی.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په سرپل ولایت کې يې هيڅ ولسي وګړي نه دي تښتولي خو زياتوي چې په بلخاب ولسوالۍ کې يې د اربکيانو يو قومندان له دوو ساتونکو سره له موټره ښکته کړی دی او له ځان سره يې بيولي دي.

مجاهد زياتوي چې د طالبانو له لوري د ولسي وګړو د تښتولو ادعا حقيقت نه لري او په وينا يې مغرضې کړۍ دا ډول څرګندونې د تبلیغاتو او پروپاګند په توګه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x