
ولسي جرګې ټاکنې: د درې نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرګې د ټاکنو د درې نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عبدالبديع صياد ګلاجان څو شيبې وړاندې د خوست، تخار او پروان ولايتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
تر دې وړاندې په دوو پړاوونو کې د جوزجان، دایکندې، بامیان، فراه، اروزګان، زابل، کاپيسا، لغمان، پنجشير او نيمروز ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوې وې.
په ننيو پايلو کې له خوست ولایت څخه کمال ناصر اصولي، هلمند هلمند، غفار خان، ډاکټر محمد موسی خاورين او ساهره شريف بريالي شوي دی.
همدا راز له تخار ولایت څخه عبدالحبيب، شريف ملکزاده، محمد عالم ساعي، محمد امين خاکسار، سيد اشرف الدين، عيني، غلام سرور سادات، حميدالله يلداش، حبيبه دانش او نظيفه بيګ ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
له پروان ولایت څخه په لومړنيو پايلو کې عبدالعزيز همايون هريرود، مير رحمان رحماني، صديق احمد عثماني، عبدالظاهر سالنګي، ذکيه سنګين او سامعه سادات بريالي اعلان شوي دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشر عبدالبديع صياد وويل چې د پاتې نورو ولايتونو لومړنۍ پايلې به په راتلونکو يو دوو ورځو کې اعلان شي.
زه نه پو هیږم چې ولې له تخاره دومره ډیر کسان معرفي شوي دي ؟ ایا داولسوالۍ په سر یو نفر معرفی کیږي اوکه کوم بل امتاز دی ! مننه