افغانستان

معصوم ستانکزی: پر زورواکانو د قانون نه پلي کېدو په صورت کې دنده پرېږدم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزي ګواښ کړی، که په هېواد کې پر زورواکانو قانون نه عملي کيږي، دی به له خپلې دندې لاس واخلي.

معصوم ستانکزي نن د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته د وينا پر مهال د ګډ حکومت له مشر اشرف غني څخه وغوښتل، چې د خپلسري اربکي قومندان علي پور د بشري جرمونو او خوشې کېدو په اړه د ولسي جرګې، د امنيتي او قضايي ارګانونو ګډ کميسيون جوړ کړي او دغه قضيه په بشپړ ډول وڅېړي.

هغه د ولسي جرګې غونډې ته په داسې حال کې وربلل شوی و، چې وړمه ورځ صفر يک قطعې  د کابل ښار په لويديځ دشت برچي سيمه کې د غیر مسؤولو وسله والو قومندان علي پور نيولی و، خو تېره شپه ماخستن يې هغه مهال بېرته خوشې کړ، چې د کابل ښار هزاره توکمو د کابل په لويديځ کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه پيل کړل او له پنځوسو زيات پوليس يې ټپيان کړي وو.

ستانکزي د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته وويل، قانون بايد پر ټولو هېوادوالو يو ډول پلی شي، د علي پور خوشې کول ورته د زهرو غوړپ و، خو د لوړو ملي ګټو لپاره يې  خوشې کړ او ګواښ يې وکړ، که پر زورواکانو قانون نه پلی کيږي، دی به خپله دنده پرېږدي.

هغه دا هم وويل، چې علي پور د قانون په ماتولو او بشري جرمونو تورن دی، نوموړی په قوي ضمانت خوشې شوی او چې محکمه يې وغواړي بېرته به ونيول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ستانکزی ساب!
کاشکی د علیپور په ګډون ټول جنایتکاران د قانون منګلو ته وسپارل شی خو خبره داده چي!
کله چه د مشرانو! جرګې مشر مسلمیار او کورنۍ ئې د داعش د شیطانی پروژې په خړه رود کی لامبو وهل ولی مو خوله پټه نیولې وه؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x