افغانستان

سبا د ولسمشريزو ټاکنو نېټه اعلانيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشر وايي چې د ولسمشريزو، ولايتي او ولسواليو شوراګانو ټاکنو بشپړ مهالويش به سبا د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عبدالبديع صياد چې نن ماښام يې په کابل کې د خوست، تخار او پروان ولایتونو د ولسي جرګۍ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې وويل چې د ولسمشريزو ټاکنو مهالويش او نيټه به سبا ته اعلان شي.

صياد وويل چې ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکې کال د وري د مياشتې په ۳۱ مه نېټه ترسره شي خو زیاته يې کړه چې د ولایتي او ولسواليو شورا ګانو ټاکنې به بيا له ولسمشريزو ټاکنو څخه ۴ مياشتې وروسته د سنبلې په ۳۰ مه نېټه ترسره شي.

نوموړي وويل چې د ولسمشريزو ټاکنو، ولايتي شورا، ولسواليو شورا او د غزني ولايت د پارلماني ټاکنو بشپړ مهالويش به سبا په رسمي توګه اعلان کړي او په دې اړه به نور معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو د نيټې د اعلان خبر ورکړی و خو وروسته يې رسنيو ته وويل چې د ډېرو بوختياوو له امله نشي کولای چې د ولسمشريزو ټاکنو نيټه اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x