
یاسر شاه په څوارلس ویکټو اخیستلو د عمران خان ۳۶ کلن ریکارډ مساوي کړ
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۷): د پاکستان کرېکټ لوبډلې پښتون سوکه توپ اچونکي یاسر شاه د خپل هېواد په کچه یو بل ریکارډ په خپل نوم کړ چې په یوه ټيسټ لوبه کې یې ۱۴ ویکټې واخیستلې.
یاسر شاه چې د پاکستان لوبډلې پښتون لیګ سپینر توپ اچونکی دی د پاکستان پخواني لوبډلمشر عمران خان ۳۶ کلن ریکارډ مساوي کړ، له ده وړاندې عمران خان په ۱۹۸۲م کال کې د سرېلنکا پر وړاندې په یوه سیالۍ کې د ۱۱۶ منډو په بدل کې ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې وې خو یاسر شاه د ۱۸۴ منډو په بدل کې ۱۴ ویکټې واخیستې.
د نیوزېلنډ پر وړاندې په دغه سیالۍ کې پاکستان لوبډلې د یوې پاڼۍ او ۱۶ منډو په توپير بریا خپله کړه، چې د یاسر شاه توپ اچونې په کې ځانګړې رول درلود.
یاسر شاه په لومړۍ پاڼۍ کې په ۸ ویکټو اخیستلو د نیوزېلنډ لوبډله تر ۹۰ منډو محدوده کړې وه، چې بیا د فالو آن موقع ورکړل شوه، خو ونه توانېدل د پاکستان لوبډلې د یوې پاڼۍ منډې هم پوره کړي، یاسر شاه په دویمه پاڼۍ کې ۶ ویکټې واخیستې.
یاده دې وي چې له دې وړاندې په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې نیوزېلنډ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه چې اوس یې سیریز یو-یو مساوي شو، او درېیمه سیالۍ به د ۱۲مې میاشتې په ۳مه نېټه پېل کیږي.