
د چين په کيميايي بټۍ کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د چين شمال کې يوې کيمايي بټۍ کې د چاودنې له امله ۲۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
له چاودنې وروسته اور وژونکې ډلې د اور په وژنه لګيا دي.
چینايي رسنۍ وايي، د چاودنې له امله د کيميايي بټۍ ودانۍ هم تر ډېره زيانمنه شوې او پنځوس موټر ويجاړ شوي دي.
چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.