که څوک «سلیکا جیل» دانې وخوري څه ورته پېښیږي؟

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۷): تاسې به لیدلي وي چې د ټابلیټ درملو په بوتلونو کې په یوه ځانګړې ټوټه کې تاو څيز پروت وي، دا کڅوړه په طبي اصطلاح «silica gel» نومیږي چې د کڅوړې په شکل په درملو یا هم نورو شیانو کې ایښودل شوی وي او موخه یې درمل د نمي څخه ژغورل دي.

مونږ او تاسې اکثره دغه جیل په لومړي سر کې له دوا څخه په دې ویره لرې غورځوو او یا یې پټ ږدو تر څو یې کوچنیان ونه خوري او څه بد ورته پېښ نه شي.

خو که څوک دغه کڅوړه کې شته دانې وخوري څه پېښیږي؟

اصل کې په دغه کڅوړه کې (سلیکون ډای اکسایډ) دانې موجودې وي، چې خپل شاوخوا څیزونه بې نمه کوي او خشک ساتي، په کڅوړه کې دغه دانې زهرجنې نه دي او په دې لیکل شوې دي چې (do not eat) یعنې مه يې خورئ يا د خوراک لپاره نه دي، خو له بل اړخه زهرجنې هم نه دي بلکې د څیز بې نمه ساتلو لپاره کار ورکوي.

که تاسې په دغه کڅوړه کې شته دانې وخورئ نو باور ولرئ چې دغه زهرجنې نه دي، نه هم معده دغه دانې هضموي او د زيات خوشکي والي له کبله زیاتره وخت په مرۍ هم نه تیریږي، خو په عام ډول د بدن روغتیا ته زیان رسوي.

د دغه دانو په خوړلو سره بدن د ډي هایډریشن (اوبو کمښت) ښکار کیږي، او تر ډیره اندازې پر کوچنیانو اغیز کوي، او که چیرې په غلطۍ کې وخوړل شي نو سمدلاسه باید یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښل شي تر څو بدن د ډي هایډریشن ښکار نشي.

خو که چیرې دغه دانې کوچنی ماشوم وخوري ژر تر ژره دې ډاکټر ته وښودل شي، ځکه چې کوچنیان په دې سره یوازې د ډي هایډریشن ښکار کیږي نه، بلکې په ستوني کې د نښتلو ګواښ هم وي چې د ساه بندیدلو لامل کیږي او انسان د مرګ ګواښ سره مخ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د