ارشیف

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ناامنۍ له امله سږ کال ۳۰۰ زره کورنۍ بې ځايه شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي چې په افغانستان کې د نا امنۍ او جګړو له امله سږ کال ۳۰۰ زره کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) په يو نوي راپور کې ويل شوي دی چې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې د جګړو او نا امنيو له امله ۳۰۰ زره کورنۍ بې ځايه شوي دي چې بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

په راپور کې ويل شوي دي چې يوازې د غزني ښار او شاوخوا سيمو څخه ۲۵۱۱ کورنۍ د روانې جګړې له امله بې کوره شوي دي.

راپور زياتوي چې د افغانستان له نورو ولایتونو لکه ميدان وردګ، بغلان، ننګرهار او هلمند څخه هم په تيرو لسو مياشتو کې نږدې دوه نيم سوه زره کورنۍ جګړې بې کوره کړي دي.

دغه سازمان انديښنه څرګنده کړې ده چې په بيلابيلو سيمو کې خپلسري وسله وال د دوی له مرستندويه ټيمونو څخه په غير قانوني توګه پیسې اخلي او د مرستو رسولو بهير له ستونزو سره مخ کوي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مرستيال مارک لوکاک تيره ورځ د ژنيو په کنفرانس کې له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله سره په افغانستان کې د بشري مرستو د ډيرلو وعده وکړه او ويې ویل چې په افغانستان کې به له اړو خلکو سره بشري مرستې نورې هم ډيرې کړي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان د ناامنۍ او جګړو سربيره سږ کال وچکالۍ هم ډير ځپلی دی چې له امله يې په سلګونو زره کورنۍ زيانمنې شوي دي او خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د