سي اين این: افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژي ناکامه شوې ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا سي این این تلويزيون په افغانستان کې د ټرمپ په ستراتيژي او د افغانستان په روانو حالاتو بحث کړی دی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژي ناکامه شوې ده او طالبان ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې دي.

سي اين اين په خپل تازه راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژي د طالبانو په وړاندې ناکامه شوې ده او طالبان تر پخوا ډير په افغانستان کې پياوړي شوي دي او د پرمختګ په حال کې دي.

راپور زياتوي چې د ټرمپ له ستراتيژۍ سره په افغانستان کې کوم مثبت بدلون رانغی مګر لاهم نور حالات کړکيچن شول، د طالبانو تهاجمي او په لويو ښارونو بريدونه زيات شول، سيمې يې ونيولې او د کورنيو او بهرنيو ځواکونو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی، چې ددې ټولو امنيتي انديښو د پای څرک لاهم نه ښکاري.

په دې راپور کې د افغانستان د حالاتو څيړونکی سکاټ ډيس ماريس هم پوښتل شوی دی او هغه هم د افغانستان وضعيت تر بل هر وخت خراب او کړکيچن بللی او زياته کړې يې ده چې د ټرمپ ستراتيژي په افغانستان کې له ناکامۍ او زوال سره مخ ده.

ماريس وايي چې د امريکا له پاره دا غوره ده چې د افغانستان مسئله د جنګ په ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي، ځکه چې امريکا مونږ وينو چې د افغانستان په جګړه کې له ماتې سره مخ ده او نور نشي کولای چې د افغانستان جګړه پرمخ يوسي.

هغه زياتوي چې د افغانستان د مسئلې له پاره د امريکا ديپلوماتيکې هڅې او د مذاکراتو لاره ښه ګام دی خو وايي چې امريکا په دې برخه کې ټول اړخونه نه دي ارزولي چې ښايي د سولې هڅې دومره ژر بريالۍ نشي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د مسئلې په اړه اوس امريکا او لويديځ تر بل هر وخت متوجه شوې ده او غواړي چې د افغانستان مسئله د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې حل کړي ځکه چې تيرو ۱۷ کلونو جګړو وښودله چې امريکا د جګړې په ډګر کې پاتې راغلې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا نه د جورج بوش، نه د بارک اوباما او نه د ډونالد ترمب ستراتیژی ده، دا دنظم نوین جهانی ستراتيژی ده چه بوش یی د هغه وخت، اوباما د خپلی او ترمپ د خپلی دوری د نظم نوین جهانی د نړیوال حکومت ( دزمکی د خدایی ) تاسیسولو د پاره د پلانو ځانګړی برخه تعقیبوله. هو دا سمه ده چه نظم نوین جهانی مشرتابه دپلانو د فطرت له مخی هماغسی جمهور ریس باندی مخکی له مخکی کار کوی جه د هغه دوری د پلانو د شرایطو سره مساعدت ولری د همدی امله که د رایو په اکثریت وی جورج… نور لوستل »