«فکر وکړئ او شتمن شئ» کتاب په دوهم ځل چاپ شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکايي ليکوال ناپيليون هيل کتاب «فکر وکړئ او شتمن شئ» چې افغان ليکوال او ژباړن زمريالي اباسين پښتو ته ژباړلی په دوهم ځل چاپ شو.

دغه کتاب چې د امريکايي ليکوال ناپيليون هيل او د هغه د همفکره سوداګر ملګري انډريو کارنګي له لوري ليکل شوی دی په کې د انسان په برياليتوب او پرمختګ بحث شوی دی.

په دې کتاب کې د پرمختګ او شتمن کېدو په اړه د پوهانو او برياليو شخصيتونو د مرکو او لارښوونو په بنسټ داسې ۱۶ قوانين ليکل شوي دي چې په بنسټ يې لوستونکي ته د پرمختګ او شتمن کېدو لارې چارې ورښيي.

د کتاب د ليکوال هدف دادی چې د شتمن کېدو له پاره يو انسان په ذهني توګه اماده کړي ترڅو د برياليتوب او پرمختګ اصول رعايت کړي او پرمختګ ته ورسيږي.

ددې ترڅنګ د برياليتوب له پاره هم په دې کتاب کې ۱۳ نور قوانين ياد شوي دي چې لوستونکی خپلو موخو ته په بريالۍ او اسانه توګه رسولو کې مرسته کوي.

د کتاب ليکوال ويلي دي چې دا اثر يې د ۲۵ کلونو د څېړنو پايله ده چې د نړۍ نورو ژبو ته هم ژباړل شوی دی.

دا کتاب چې په انګليسي کې ۲۳۵ مخونه لري پښتو ژباړه يې ۳۲۰ مخونو ته رسېدلي ده او ليکوال او ژورنالیست زمريالي اباسين پښتو ته ژباړلی، صديق دقيق تصحيح کړی او نور الحق حيدر پرې بيا کتنه کړې ده چې اوس په دوهم ځل له چاپ څخه راوتلی دی.

دا کتاب د هيواد په بيلا بيلو کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي.

يادونه: نن ټکی اسيا د کتاب او مطالعې فرهنګ عامولو ته د ژمنتيا په موخه غواړي چې ټول هغه نوي چاپ شوي علمي، ټولنيز، سياسي او مسلکي کتابونه ټولنې ته ورو پيژني ترڅو افغان ځوانانو او علمي قشر ته په علمي وړتيا کې ګټور ثابت شي او په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پياوړی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د