افغانستان

جينوا کنفرانس؛ غني او عبدالله دواړو خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): نن په د سویس په ژنیف کې د افغانستان په اړه د غونډې دویمه ورځ ده.

تېره ورځ د نورو تر څنګ د حکومت دواړو مشرانو هم خبرې کړي، محمد اشرف غني وویل چې په کرنه کې باید افغانستان ته توجه وشي او په وینا يې د برېښنا برخه کې هم موږ پوره ظرفیت لرو.

هغه وویل، افغانستان د ۲۲۲زره میګا واټه لمریزې او شاوخوا ۸۰زره د اوبو د برېښنا وړتیا لري چې باید کار ترې واخیستل شي.

هغه دا هم وویل چې کرنیزه پراختیا د سولې کیلي ده او پر نړۍوالو يې غږ وکړ چې د افغان ځوانانو ملا وتړي.

عبدالله عبدالله په دې غونډه کې په بېله وینا کې پر وچکالۍ وغږېده او له ګډونوالو يې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

دوه کاله وړاندې بروکسل ناسته کې نړۍوالو له افغان دولت سره د شاوخوا ۱۵ میلیارده ډالرو ژمنه وکړه، چې په جينوا ناسته کې به يې د مصرف او بدلون په اړه خبرې وشي.

دې غونډه کې د حکومت د دواړو مشرانو په ګډون له دولت په استازیتوب شاوخوا اویا تنو برخه اخیستې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نړی کی دیر هیوادونه مستعمره شوی او غلامی اداری پکی تپل شوی ، مګر په دی کچه ریشخند شوی غلامه اداره چه امریکایانو زمونږ هیواد کی جوړه کړی په نړی کی ساری او مثال نه لری. د یو هیواد د پاره دوه ریسان د یوه میړه تر دوه میرمنو هم استهزا امیزه او منفی کاری اداره ورته ویلی شی سل په سلو کی منفی اړخونه لری ښه مثال یی همدا ژنیف یا جنیوا ته ( چه میړونه یی د دواړو میرمنو د میکپ د بیی پری کولو د پاره راټول شوی ) د دواړو میرمنو تګ او هلته د دواړو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x